شاته

کابل کې ماین چاودنې پنځه تنه وژلي ۸ نور ټپیان شوي ـ روغتیا وزارت

امنیتي چارواکي وايي، د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند «سپین کلي» سیمه کې پر یوه موټر چاودنه شوې ده.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وايي، دغه چاودنه نن یکشنبه سهار د ډسمبر ۲۰(لېندۍ۳۰) شوې ده.

ویل کیږي چې دغه چاودنه د ولسي جرګې د یو غړي پر موټریز کاروان شوې ده.

خو د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ویلي چې په دې اړه بشپړه جزئیات به وروسته له رسنیو سره شریک شي.

پر همدې مهال د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال نورالله تره کي امریکا غږ ته وویل چې د کابل له نننۍ چاودنې پنځه جسدونه او ۸ ټپیان د کابل ښار روغتونو انتقال شوي دي.

د هغه په وینا یاد مړي او ټپيان عدلي طب او د روغتیا وزارت اړوند نورو روغتونونو ته وروړل شوي دي.

پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شوو انځورنو کې لیدل کیږي چې د پېښې په ځای کې په دوو موټرو کې اورلګېدلی دی.

تر دامهاله د یادې چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د چسپکي ماینونو چاودنې زیاتې شوي دي.

په وروستۍ پېښه کې تیره اونۍ د کابل مرستیال والي محبوب الله محبي او د هغه یو سکرټر د چسپکي ماین په چاودنه کې ووژل شول.