شاته

په قلعه عبدالله کې يو بل ماشوم پوليو وهلی

د پاکستان د بلوچستان صوبې په قلعه عبدالله کې يو بل ماشوم پوليو وهلی دی، د دغه ماشوم د پوليو ښکار کېدو سره په صوبه کې د پوليو شمېرې 25 ته ورسېدې.

د بلوچستان صوبې د پوليو د مخنيوي د پروګرام د چارواکو په وېنا تازه پېښه په قلعه عبدالله ضلع کې مخې ته راغلې ده.

چارواکي وايي د 16 میاشتو هلک د پوليو ښکار شوی دی.

چارواکي دعوه کوي د قلعه عبدالله په دغه سيمه کې زیات خلک د پوليو ضد څاڅکو ورکولو څخه انکاري دي ځکه دغلته د پوليو زياتې پېښې هم مخې ته راځي.

خو ياد ماشوم چې د پوليو ښکار شوی پلار يې ويلي ماشوم ته يې درې ځله د پوليو ضد څاڅکي ورکړي دي.

چارواکي وايي په بلوچستان صوبه کې د کوټې بلاک، پشين او قلعه عبدالله هغه سيمې دي چرته چې د پوليو وايرس شتون لري.

په پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو 82 پېښې مخې ته راغلي دي او د تازه پېښې سره دا شمېره 83 ته ورسېده.

په پاکستان کې د پوليو تر ټولو زياتې پېښې په بلوچستان کې 25 ته ورسېدې، په خېبرپښتونخوا او سيند کې 22، 22 او پنجاب کې د پولیو 14 پېښې مخې ته راغلي دي.