شاته

ډبلیو ایچ او: ۱۹۰ هیوادونو ته نږدې ۲ ملیارده ډوزه د کرونا ضد واکسین ورکول کیږي

د روغتیا نړیوالې ادارې ویلي د نړۍ ۱۹۰ هیوادونو ته په برابره توګه د ویش لپاره یې نږدې ۲ ملیارده ډوزه د کرونا ضد واکسین بیل کړی.

ملګرو ملتونو ویلي چې ټاکل شوې دا واکسین به په ۲۰۲۱ کال په هغو هیوادونو وویشل شي چې د روغتیا د نړیوال سازمان په مشرۍ د همکارۍ سند یې لاسلیک کړی.

د واکسین جوړونکو شرکتونو هم ویلي چې هیله لري د ۲۰۲۱ کال په لومړنیو درېو میاشتو کې د واکسین د لیږد چارې پیل شي.

دا همکاري چې د (کواکس) په نامه پیژندل کیږي، د نړۍ د ۶۴ هغو هیوادونو او ادارو تر منځ شوې چې اقتصادي وضعیت پکې لوړ دی او هدف یې په برابره توګه د کرونا ضد واکسین ویشل دي.

دې همکارۍ ویلي چې ۱.۳ ملیارده ډوزه د کرونا ضد واکسین به د ټیتې او منځنۍ کچې عاید لرونکو هیوادونو ته ورکړل شي.

سره لدې چې د امریکا، برتانیې او سعودي عربستان په ګډون په یو شمیر هیوادونو کې د کرونا ضد واکسین تطبیق کیدل پیل شوي او یو شمیر نورو بډایه هیوادونو بیا وار د مخه د واکسین جوړونکو شرکتونو نه دا واکسین اخیستی دا پدې معنی چې ډیر شمیر هیوادونه به دا واکسین تر ۲۰۲۲ کاله پورې ونه رسیږي.

د کواکس همکاري د همدې هدف لپاره جوړه شوې چې د لوړې او ټیټې کچې هیوادونو تر منځ د کرونا ضد د واکسین او د دې ویروس سره د مبارزې د وسایلو په ویش کې د ځنډ مخه ونیول شي.

د نوښت مشري د روغتیا نړیوال سازمان کوي.

چین د ملګرو ملتونو سره لاس یو کړی چې د کوید ۱۹ ضد واکسین د نړۍ مخ پر ودې هیوادونو ته ورکړي خو روسیې او د امریکا متحده ایالاتو د همکارۍ پدې نړیوال پلان کېګډون ندی کړی.

د کواکس د همکارۍ سازمان د ټیټې او منځنۍ کچې عاید لرونکو هیوادونو لپاره د کرونا ضد واکسین د اخیستو لپاره شاوخوا ۲.۴ ملیارده ډالر بسپنه راټوله کړې او ویلي دي چې د پروسې د بشپړولو لپاره باید بل کال ورسره ۴.۶ ملیارده ډالره مرسته وشي.

دې ادارې ویلي چې ۸ سوه ملیونه ډالر د څیړنې او پرمختیایي کارونو او ۱.۴ ملیارده د واکسین د لیږد لپاره اړتیا لري.

د کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره تیر کال په همدې شپو ورځو کې په چین کې خپور شو خو د امریکا د جان هاپکنز د پوهنتون د معلوماتو له مخې د شنبې، ډسمبر ۱۹ (لیندۍ۲۹) یې په ټولې نړۍ کې څه باندې ۷۵ملیونه کسان نیولي.