شاته

'د ولایتي شوراګانو او غزني پارلماني ټاکنې د ۱۴۰۰کال تلې میاشت کې کېږي'

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره وايي، د ولایتي شورا ګانو او غزني ولایت پارلماني ټاکنې به د راتلونکي ۱۴۰۰ کال په تلې میاشت کې تر سره شي.

حوا علم نورستانۍ نن شنبه ډسمبر۱۹(لېندۍ۲۹) د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل چې د ټاکنو کمېسیون د راتلونکي کال د تلې میاشتې پر ۳۱مه د یادو ټاکنو د تر سره کېدو طرحه له ولسمشرۍ ماڼۍ سره شریکه کړې ده.

اغلې نورستاني له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د یادو ټاکنو د تر سره کېدو لپاره بودجه برابره او امنیت ټینګولو ته یې هم چمتووالی ونیسي.

د ټاکنو کمېسیون مشرې زیاته کړه:"له تخنیکي او عملیاتي څېړنو وروسته دې نتجیې ته ورسېدو چې د غزني ولایت پارلماني ټاکنې، د ولایتي شوراګانو ټاکنې، ولسوالیو شوراګانو ټاکنې او ښاروالیو شوراګانو ټاکنې په ۱۴۰۰ کال کې تر سره شي."

نوموړې زیاته کړه چې د تېرو ټاکنو پرمهال رامنځته شوي ستونزې هم څېړل شوي، تر څو په راتلوونکو ټاکنو کې د تکرار مخه ونیول شي.

اغلې نورستانۍ زیاته کړه چې کمېسیون د یادو ټاکنو لپاره ټول تخینکي او عملیاتي چمتووالی نیولی دی او ترڅنګ یې د ټاکنو قانون طرحه هم نهايي کړې چې په وینا یې ډېر ژر به له عدلې وزارت، ولسي جرګې او یو شمېر نورو اړوندو ادارو سره هم شریکه شي.

د ټاکنو کمېسیون مسؤلینو د معلوماتو په اساس د غزني د پارلماني ټاکنو لپاره ۱۹میلیونه او ولایتي شوراګانو د ټاکنو لپاره۸۰ میلیون ډالر په پام کې نیول شوي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې د ۲۰۱۸ کال په اکتوبر میاشت کې تر سره شوې، خو هغه مهال یوازې د غزني ولایت پارلماني ټاکنې د ځینو ستونزو له امله تر سره نه شوې.

یو شمېر کسان چې غوښتل یې په غزني ولایت کې ټاکنې په حوزي شکل تر سره شي،خو شمېر نورو کسانو د دغه طرحې سره مخالفت وکړ چې به دغه ولایت کې د پارلماني ټاکنو ځنډېدیو لامل شوې.

دا مهال د افغانستان په ولسي جرګه کې د غزني ولایت ۱۱ استازي د تیرې ۱۶مې تقنیني دورې غړي دي.