شاته

ولسمشر غني د سولې مرکچي پلاوي ته د سلا مشورو لارښوونه کړې

ولسمشر محمد اشرف غني د افغان سولې له مرکچي پلاوي سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې د سولې د مذاکراتو د دویم پړاو له پیلېدو څخه مخکې له خلکو سره سلا مشورې وکړي.

ارګ په یوې اعلامیې کې ویلي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې مرکچي پلاوي د شنبې په ورځ ډسمبر ۱۹ (لیندۍ ۲۹) په ارګ کې له ولسمشر غني سره لیدلي او په دوحه کې له طالبانو سره د لومړي پړاو مذاکراتو په اړه یې هغه ته معلومات ورکړي دي.

په اعلامیه کې راغلي: "جمهور رئیس غني د سولې پروسه کې د خلکو د ټولو اقشارو د نظریاتو شاملولو ته په اشارې د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوي ته لارښوونه وکړه چې د دویم پړاوو مذاکراتو له پیلېدو وړاندې دې د افغانستان د خلکو له مختلفو اقشارو سره سلا مشورې وکړي، ترڅو په مذاکراتو کې په سمه توګه د هغوی استازیتوب وشي".

په غونډې کې د ولسمشر میرمن، د هغه مرستیالانو او د مصالحې د عالي شورا رئیس هم ګډون درلود.

ولسمشر غني د افغان دولت له مذاکراتي پلاوي څخه مننه کړې چې د طالبانو ډلې سره د مذاکراتو په لومړي پړاوو کې یې په مؤثر ډول د افغانستان اسلامي جمهوریت استازیتوب وکړ.

ښاغلي غني دغه راز له مرکچي پلاوي وغوښتل چې د لومړي پړاو مذاکراتو د پرمختګونو په اړه له خلکو سره معلومات شریک کړي.

د افغانانو ترمنځ د سولې لومړی پړاو مذاکرات د سپټمبر په ۱۲ (وږي ۲۲) په رسمي ډول په قطر کې پیل شول او د دواړو خواو د سولې مرکچي پلاو له څه باندې دوه میاشتې بحثونو وروسته د سولې د کړنلارې پر جزئیاتو توافق ته ورسېدل.

له دغه توافق وروسته د افغانستان د حکومت او طالبانو استازو په یوې ګډې اعلامیې کې وویل چې د سولې د اجنډا د موضوعاتو د لا روښانتیا لپاره د سلا مشورو په خاطر د مذاکراتو دویم پړاو به د ۱۳۹۹کال د مرغومي په ۱۶مې پیل شي.

لا تراوسه معلومه نه ده چې د سولې دویم پړاو مذاکرات به په کوم ځای کې پیل شي خو افغان حکومت پر طالبانو غږ کړی چې دا ځل دې په افغانستان کې دننه خبرو ته کښیني.