شاته

امریکا په روسیه کې خپلې قونسلګرۍ تړي

د امریکا حکومت پلان لري چې په روسیه کې خپلې پاتې دوه قونسلګرۍ وتړي.

د سي ان ان تلویزیون په یو راپور کېراغلي چې د بهرنیو چارو وزارت د همدې روان ۲۰۲۰ کال د ډسمبر د میاشتې په ۱۰ مې نیټې کانګرس ته د دغو قونسلګریو د تړل کیدو په هکله خبر ورکړی.

په راپور کې ویل شوي چې امریکا د روسیې په ختیځ ښار ولادیویسټوک خپله قونسلګري تړي او د یکاترنبرګ کې هم خپل فعالیتونه بندوي.

مسکو په ۲۰۱۷ کال کې د امریکا د استازولیو په شمیر محدودیت وضع کړ او د دیپلوماتیکي ویزو پر سر د دواړو هیوادونو جنجال هم پیدا شو.

داسې ښکاري چې امریکا د کارکوونکو پر سر د روان جنجال له وجې د دې قونسلګریو د تړلو اقدام کړی وي.

مسکو په ۲۰۱۸ کال کې د سینټ پیټسبرګ په ښار کې د امریکا د قونسلګرۍ د تړل کیدو امر وروسته تر هغه وکړ چې په برتانیې کې د روسیې د یو پخواني جاسوس د مسموم کیدو پر سر د دواړو هیوادونو تر منځ دیپلوماتیک جنجال پیدا شو.

خو د سي ان ان په راپور کې ویل شوي چې واشنګټن د روسیې د قونسلګریو په خلاف د کوم اقدام پلان نلري.

ویل کیږي چې د قونسلګرۍ ۱۰ دیپلوماتان به په مسکو کې د امریکا په سفارت کې په دندو وګمارل شي خو ۳۳ محلي کار کوونکي به بې دندو شي.

د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ حکومت پداسې وخت کې په روسیه کې د قونسلګریو د تړل کیدو خبر ورکوي چې ټاکل شوې د ۲۰۲۱ کال د جنوري په ۲۰ مه منتخب جمهور رئیس جو بایډن واک تر لاسه کړي.

تر اوسه معلومه نده چې دا قونسلګرۍ به د ټرمپ د حکومت په پاتې شاوخوا یوه میاشت واکمنۍ کې وتړل شي که نه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم تر اوسه د سي ان ان د راپور په هکله تبصره نده کړې.

د مسکو او واشنګټن تر منځ سیاسي جنجالونو پدې دې وروستیو کې زور اخیستی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پرون د جمعې په ورځ، ډسمبر ۱۸(لیندۍ۲۸) وویل، "ډیره ښکاره ده چې د امریکا د حکومتي ادارو په کمپیوټرونو بریدونه روسیې کړي. "

خو روسیي پدې سایبري حملو کې لاس لرل رد کړیدي.