شاته

نور احمد لکڼوال د بیګ بش سیالیو په تاریخ کې تر ټولو کمکی لوبغاړی

د اسټرالیا د بیګ بش د کرکټ د تجارتي سیالیو لسم پړاو د ۲۰۲۰ کال د ډسمبر د میاشتې په ۱۰ مې په اسټرالیا کې پیل شوې.

دا ځل پدې سیالیو کې ۵ افغان لوبغاړي په بیلا بیلو لوبډلو کې لوبه کوي چې یو یې تنکی ځوان نور احمد لکڼوال دی.

لکڼوال ایله ۱۵ کلن دی او د بیګ بش د سیالیو په تاریخ کې لومړنی د کم عمر لوبغاړی دی چې پدې سیالیو کې لوبه کوي.

نور احمد لکڼوال په کیڼ لاس ورو توپ اچونکی دی.

هغه د ملبورن په لوبډله کې دی چې د افغانستان بل ورو توپ اچونکی او په نړۍ کې د شلو شلو اورونو تر ټولو غوره آلرونډر محمد نبي هم ورسره دی.

نور احمد لکڼوال د بیګ بش د سږ کال په سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه نن د شنبې په ورځ، ډسمبر ۱۹ (لیندۍ۲۹) وکړله. هغه په ۴ اورونو کې د سیالې لوبډلې ۱ لوبغاړی وسوځاوه او ۲۷ نمرې یې ورکړلې.

لکڼوال پخپلې یوې مرکې کې ویلي چې د نړۍ تر ټولو "بختور" لوبغاړی دی چې د بیګ بش سیالیو کې اخیستل شوی.

هغه پدې مرکې کې ویلي چې ارمان یې د کرکټ په ټولو فارمټونو (ټیسټ، پنځوس اوریزو او شل اوریزو) سیالیو کي د افغانستان لپاره لوبه کول دي.

د افغانستان دې ځوان لوبغاړي تر اوسه د افغانستان د ملي لوبډلې تر څنګ د مس عینک اتلانو لپاره لوبه کړې او لومړی ځل دی چې د بهرني هیواد په تجارتي لیګ کې لوبه کوي.

نور احمد لکڼوال د کرابین د غوره لیګ په سیالیو کې هم اخیستل شوی و خو د ویزې د ستونزې له وجې یې ونشو کړی چې پدې سیالیو کې برخه واخلي.

لکڼوال د نړیوال جام تر څنګ د آسیا جام د نولس کلنو نه د کم عمره لوبغاړو په سیالیو کې هم افغانستان لپاره لوبه کړې.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.