شاته

پر بګرام هوايي ډګر راکټي بریدونه شوي ـ چارواکي

د پروان سیمه ییزو چارواکو پر بګرام هوايي ډګر د پنځو راکټي بریدونو خبر ورکړی دی.

د چارواکو په وینا دغه راکټي بریدونه نن سهار وختي شوي دي.

د پروان ولایت ویاندې وحیده شهکار نن شنبه ډسمبر۱۹(لېندۍ۲۹) امریکا غږ ته وویل چې ۱۲ راکټونه په یوه «سوزوکي» موټر کې ځای پر ځای شوي چې پنځه یې پر بګرام هوايي ډګر ویشتل شوي او ۷ نور خنثی شوي دي.

اغلې شهکار ونه ویل چې یاد راکټونه د بګرام هوايي ډګر په کومو سیمو کې لګېدلي دي.

د یادو راکټي بریدونو له امله تر دا مهاله د مالي او ځاني زیان خبر نه دی ورکړل شوی.

بګرام هوايي ډګر په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له تر ټولو سترو پوځي مرکزونو څخه دی.

تر دا مهاله په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو پر بګرام هوايي ډګر د توغول شوو راکټونو په اړه څه نه دي ویلي.

تر اوسه پر بګرام هوايي ډګر د نننیو راکټي بریدونو مسؤلیت هم کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې روانه میاشت پر کابل ښار هم راکټي بریدونو کې یو تن ووژل شو او دوه تنه نور ټپیان شول او تر هغه مخکې بیا پر کابل ښار ۲۳ راکټي بریدونو کې ۸ تنه وژل شوي او ۵۰ تنه نور ټپیان شوي و.