شاته

د ډبلیو اېچ په همکارۍ به اینده کال په نړیواله کچه د کرونا وایرس په ضد د وېکسین تقسیم شروع شي

د ملګر ملتونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنایزېشن په همکارۍ یوې ادارۍ د جمعې په ورځ وویل د کرونا وایرس په ضد دوه ارب وېکسین به په ۲۰۲۱ کې د نړۍ په ۱۹۰ ملکونو په منصفانه ډول ووېشي.

وېکسین جوړونکو کمپنو ویلي د راتلونکي کال په لومړو میاشتو کې به د وېکسین رسد شروع کړي او ډبلیو اېچ او وویل چې د وېکسین یو اشاریه درې ارب نسخبې په د کم او منځني امدن ملکونو ته ورکول کیږي.

د ډبلیو اېچ په مشرۍ کې ۱۹۰ ملکونو د کرونا وایرس په ضد د وېکسین ترلاسه کوولو دپاره نوم لېکنه کړې ده او دغه ډله کووېکس نومېږي.

په نړیواله کچه د کرونا وایرس د تقسیم خبره په داسې حال کې کیږي چې په امریکا، برطانیه او کېنیډا کې د امرېکې فایرز او د جرمني بایو اېن ټېک نومې کمپنو په اشتراک تیار شوي وېکسین استعمال شروع شوی دی.

امریکايي پوهانو د کرونا دویم وېکسین هم د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د بیړنۍ کارولو لپاره سپارښتنه کړې.

د امریکا د خوراک او درملو د ادارې د خپلواکو سلاکارانو یوې کمېټې له اوه ساعته بحث وروسته د امریکايي کمپنۍ مډرنا لخوا د کورونا د جوړ شوي واکسین کارولو لپاره د منل کېدو سپارښتنه کړې ده.