شاته

پاکستان وايي هندوستان پرې د حملې سازش کوي او د دواړو ملکونو جنګ به د افغان سولې بهیر خراب کړي

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي د جمعې په ورځ وویل چې هندوستان د پاکستان په ضد د حملې سازش کوي او که چېرې د دواړو ملکونو ترمنځ جنګ کیږي نو د افغانستان د سولې په بهیر به منفي تاثیر وکړي.

شاه محمود قرېشي په متحده عرب اماراتو کې د خپل دوه ورځني سفر د ختمېدو په موقع خبري غونډې ته وویل وویل اسلام اباد د هندوستان د سازش په اړه باوري استخباراتي معلومات ترلاسه کړي دي او د "نړۍ اهمو سرښارونو" سره یې شریک کړي دي.

شاه محمود قرېشي وویل چې د هندوستان او پاکستان ترمنځ جنګ به په افغانستان کې د سولې بهیر په منفي ډول اثر وکړي. هغه وویل د دې ذمه واري به د هندوستان په غاړه وي.

د وي او ای رپورټ وايي شاه محمود قرېشي د هغو ملکونو نومونه وا نه خیستل چې د هغه په قول پاکستان ورسره د هندوستان د مبېنیه سازش معلومات شریک کړي دي او نه یې هم د پاکستان په ضد د هندوستان د مبینه حملې د سازش په اړه یې څه ثبوتونه وړاندې کړل.

شاه محمود قرېشي وویل "زه هندوستان ته په واضحه توګه وېل غواړم چې پاکستان ځواب وېلو ته په مکمله توګه تیار دی چې د هغوي (هندوستان) سازش ته ماتې ورکړي."

د شاه محمود قرېشي په قول هندوستان د ملک دننه مسلو نه د پام اړوولو په غرض په پاکستان حمله کول غواړي. هغه په نړیواله ټولنه غږ وکړو چې هندوستان دې د هغه په وېنا په سیمه کې د بې ثباتۍ راپاروولو نه منع کړي.

د وي او ای رپورټ وايي هندوستان د پاکستان دغو دعوو ته لا ځواب نه دی وېلی.

خو په اېټمي وسلو سنبال ملکونو ترمنځ د کشمير په سر تاوتریخوالی زیات شوی دی او دواړه د یو بل په ضد د جارحانه عزایمو الزامات لکوي.

هندوستان وايي پاکستان په کشمیر کې د بېلتون خوښو مسلح ډلو او په هندوستان کې د ترهګرۍ د حملو ملاتړ کوي. پاکستان دا خبره ردوي.

پاکستان د جمعې په ورځ دا هم ووېل چې هندي ځواکونو د پاکستان د انتظام لاندې کشمیر کې د ملګرو ملتونو د پوځي مبصرینو په موټر "قصداً" ډزې کړي دي. د وي او ای رپورټ وايي په موټر کې د سواره د د ملګرو ملتونو مبصرین محفوظ وو.

د پاکستان د یو بیان ترمخه د ملګرو ملتونو موټر د لرې نه پیژندل کېږي.

د هندوستان مطبوعاتو د ملک د پوځي مامورین له قوله وویل چې د ملګرو ملتونو په موټر د هندي ځواکونو د ډزو خبره "په مکمله توګه غلطه" ده.