شاته

کابل: چادونه کې د کابل مرستیال والي او د هغه سېکرټري وژل شوي

د کابل ښار څلورم مکروریانو په سیمه کې د کابل د مرستیال والي په موټر چاودنه شوې چې پکې د کابل د والي معاون محبوب الله محبي په ګډون د والي سيکرټري هم وژل شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي نن سهار شا اوخوا 09:40 دقیقې د کابل ښار د څلورم مکروریانو په سیمه کې د کابل بر مرستیال والي محبوب‌الله محبي پر لنډکروزر موټر د مقناطیسي ماین چاودنه شوې چې د کابل د مرستیال والي او سکرتر یې وژل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین زیاتوي چې دغې چاودنه کې د ښاغلي محبي دوه ساتونکي هم ژوبل شوي دي.

هغه په ټیویټر ویلي،

"د ترهګرو دا کړنه جنګي او بشر ضد جنایت دی. په وروستیو اونیو کې د ماین خښوونکو هستې نیول شوې او کشفي او امنیتي برخو د دې ډلو د له منځه وړلو په پار خپلې هڅې لا ګړندۍ کړې دي. ډاډ ورکوو چې نورې ترورېستي شبکې هم تر څار لاندې دي".

تر دې دمه د دغې پېښې مسؤلیت چا نه‌ دی منلې.

په کابل کې په وروستيو کې دغه ډول پېښې مخې ته راتلل سېوا شوي دي.

د یکشنبې/ اتوار په ورځ د کابل د پوليسو وياند فردوس فرامرز د کابل د 15 امنیتي حوزې په هوټل پروان سیمه کې په یو موټر د ماین په چاؤدنه کې د دوه کسانو د وژل کېدو او دوؤ د ژوبلېدو ويلي ؤ.

د اتوار / یکشنبې په سهار هم د کابل ښار په اتمه حوزه کې د وسله والو په یو برید کې دی و څارنوال چې حبیب الله نومېده د وژنې خبر هم ورکړل شوی ؤ.

په کابل ښار کې له دې بریدونو یوه ورځ وړاندې د خالي/ شنبې په ورځ هم لس راکټونه لګیدلي وو چې د کورنیو چارو وزارت پکې د یو تن د وژل کیدو او دوؤ نورو ژوبلېدو خبر ورکړی ؤ.