شاته

په امریکا کې د کورونا واکسین ورکول پیل شول

واشنګټن - د امریکا متحده ایالاتو د ګل یا دوشنبې په ورځ د کورونا نوی تصویب شوی واکسین روغتیايي کارکونکو ته ورکړی چې تر هر چا مخکې ورته واکسین ورکول کېږي.‌

په نیویارک کې د روغتون د بیړنۍ خونې نرسه سنډرا لینډسي لومړنۍ مېرمنه وه چې دغه واکسین یې واخېست.

دا هغه شېبه وه چې تلونکی ولسمشر ډانلډ ټرمپ ورته په تمه وه او د میاشتو راهیسې یې د واکسین پر چټکې ودې زور اچولی وو که څه هم په پیل کې یې دغه روغتیايي ناورین بابېزه ګڼلی وو.

ټرمپ په ټویټر باندې لیکلي، "لومړنی واکسین ورکړل شو. امریکا ته دې مبارک وي او نړۍ ته دې مبارک وي."

د امریکا له مشېګان ایالت څخه چېرې چې د فایزر درمل جوړونکې کمپنۍ ده د یکشنبې یا اتوار په ورځ په امریکا کې سیمیزو محلونو ته د واکسین د لېږد چارې پیل شوې.

د امریکا فایزر دغه واکسین د جرمنۍ درمل جوړونکې کمپنې بایوټېک سره په ګډه جوړ کړی دی.‌

په واشنګټن ډي سي کې، ډاکټر ریمانډ پلا چې د جیورج واشنګټن د پوهنتون په روغتون کې د بې هوښۍ ډاکټر یا انستیزيلوګ دی له خپلو څلورو نورو همکارانو سره یو ځای د واکسین تر اخېستلو وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې ډېر احساساتي ښکارېده.

پلا وویل، "احساسات زما په شخصي نظر زما هغو همکارانو لپاره چې په دې برخه کې قرباني ورکړې ده کوم توپیر او درناوی نه پرځآی کوي، ځینې همکاران مې پکې ناروغان او ځینې یې مړه شوي دي."

د ټرمپ په اداره کې د واکسین د چټکې ادارې مشر او پوځي جنرال ګستېو پرنا وویل، د واکسین وېشل "په ډېره غوره توګه ترسره شول. او همدا اوس یې د لېږد چارې پیل شوي دي."

هغه دا هم وویل، چې د زړو خلکو لپاره به هم تیار شوی واکسین په راتلونکې اونۍ کې ۷۰۰۰۰ روغتیايي مرکزونو ته واستول شي.

د روغتیا وزیر الیکس ازار وویل، "د ولسمشر ټرمپ لخوا د چټکې ادارې جوړول له مونږ سره مرسته وکړه چې طبي معجزه راولو."

دغه واکسین تر اوسه له ټولو جوړو شویو واکسینونو څخه په چټکه توګه جوړ شوی دی.‌

د واکسین له جوړېدو سره سره، سیاسي تحلیل کونکي او د ټاکنو په اړه نظر پوښتنې ښيي چې د ټرمپ لخوا د کورونا سره چال چلند په تېره میاشت کې د هغه له ټاکنیزې ماتې سره مرسته وکړه.

د جان هاپکنز د شمېرو له مخې، د کورونا وایرس له امله په امریکا کې تر درې لکو زیات امریکان مړه شوي‌ او تر ۱۶.۲ میلیونو زیات پرې اخته شوي دي.

روغتیايي کارکونکي او هغه زاړه خلک به چې د پاملرنې په ودانیو کې ساتل کېږي تر نورو مخکې ۲.۹ میلیونه ډوزه واکسینونه ترلاسه کړي په داسې حال کې چې په امریکا کې هره ورځ د کورونا په پېښو په لسګونو زره زیاتوالی راځي.

په ورته وخت کې ټرمپ هغه لارښونه او فرمان بېرته واخېست چې لوړ پوړي حکومتي چارواکي چې په هغو کې ځینې د سپینې ماڼۍ کارکونکي هم دي د واکسین په لومړي پړاو کې واکسین وا نه اخلي.

ټرمپ د یکشنبې یا اتوار ناوخته په ټویټر لیکلي وو، د سپینې ماڼۍ کارکونکي به د "دې پروګرام په وروستیو کې واکسین شي مګر دا چې په ځانګړي توګه ورته اړتیا وي."

ټرمپ چې په اکټوبر کې په کورونا اخته شوی وو ویلي، دی واکسین نه اخلي خو ګوری به چې په راتلونکي کوم مناسب وخت کې یې بیا واخلي.

په امریکا کې د خوړو او درملو د ادارې کمېشنر سټیفن هان وویل، دا امکان لري چې کابو شل میلیونه امریکایانو ته به د ډیسمبر له پای څخه مخکې د واکسین لومړی ډوز ورکړل شي.

په ورته وخت کې، د حکومت لخوا د واکسین د ودې او پرمختګ د برخې سلاکار منصف سلویې فاکس نیوز ته ویلي، چې کېدای شي د مارچ تر پایه پورې به سلو میلیونو امریکایانو ته د کورونا واکسین ورکړل شي.

خو هان اې بي سي ته ویلي دي، دا یوه لویه ستونزه ده چې تر نیمايي شمېر امریکایانو پورې د فایزر او بایوټېک واکسین ته په بل ډول ګوري که څه هم د امریکايي چارواکو لخوا منل شوی دی او یو شمېر نورو ویلي چې دوی به واکسین نه اخلي.

هان وویل، حکومت د فایزر د واکسین د خوندیتوب په اړه باید روڼ وي، او همدا ډول د مډرنا د کمپنۍ لخوا د جوړ شوي واکسین په اړه چې په کلینکي ازموینو کې ۹۵ فیصده خوندي بلل شوی دی او ټاکل شوې ده چې په روانه اونۍ کې به یې کتنه وشي.

سلویې وویل د امریکا لپاره چې ټولیز معافیت یا هېرډ امیونېټې ترلاسه کړي د کوم له امله چې به د وژونکي وایرس خپرېدل ودرېږي نو له ۷۵ څخه تر ۸۰ فیصده خلکو واکسین کولو ته اړتیا ده.

هغه هیله څرګنده کړه چې دغه حد ته به د مې او جون د میاشتو ترمنځ ورسېږي.

خو هغه وویل،‌ دا ډیره مهمه ده چې څومره امریکایان د واکسین د اخېستلو پرېکړه کوي.