شاته

د امریکا په ټاکنو کې د بهرنۍ پالیسۍ مهم ټکي

د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست ټاکنې د نړۍ له خوا په ځیر څارل کیږي څو وگوري چې د جمهوري غوښتونکي گوند کاندید ډانلډ ټرمپ او د دموکرات گوند کاندیدې هېلري کلنټن د ترهگرۍ په گډون د نړۍ د مهمو مسلو په اړه لکه د هیواد د بهرني تگلارې په جوړولو، په نړۍ کې د متحدینو سره په راکړه ورکړه او د داعش د ماتولو په اړه څه ډول دریځ لري؟

د ناټو د ٦٧ کلن پوځي ایتلاف په اړه به د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست په ټاکنیز کمپاین کې تاوده بحثونه وشي.

د جمهوري ریاست دموکراته کاندیده هېلري کلنټن وایي په دې اړه وایي "پکار ده مونږ له خپلو متحدینو سره ډېر نژدې همکاري ولرو، او دا هغه څه دي چې ډانلډ ټرمپ ورته ډیر ارزښت نه ورکوي."

د جمهوري ریاست جمهوري غوښتونکي کاندید ډانلډ ټرمپ وایي" موږ له هغوی سره له ډیرو کلونو راهیسی کار کوو، او ترهربل وخت ډېرې ستونزې لرو".

د دواړو کاندیدانو د نړۍ په هکله لیدلوری له یوبل نه ډیر توپیر لري.

د جورج میسن د پوهنتون استاد جیریمي مایر په دې اړه وایي" زه فکرکوم ډانلډ ټرمپ یو ملتپال او د عامو خلکو د نظرطرفدار دی. خو هېلري کلنټن نړیوال دریځ لري او له نورو هېوادونو سره په ایتلاف او سیاسي اصولو باورلري."

ډانلډ ټرمپ ځواکمن پوځ غواړي او د دې ژمنه کوي چی بهرنۍ پالیسي به یې د امریکا د گټو پربنسټ ولاړه وي. خو هېلري کلنټن ژمنه کړې چې د قدرت له ټولو وسایلو نه به کار واخلي چې د متحده ایالاتو بهرني تگلاره پرمخ بوځي.

دغه دوه مختلف نظرونه د دې سبب شوی چې د روسېې په څېر د مخالفینو په وړاندې د دوي ترمنځ ډېر د نظر اختلاف رامنځته شي.

روسیه، ایران او داعش

ښاغلی ټرمپ وایي " زه پوټین نه پیژنم. خو فکر کوم دا به ښه خبره وي چې که له روسیې سره ښې اړیکې ولرو چې د داعش په وړاندې په گډه جگړه وکړو."

خو میرمن کلنټن د مقابلې او قوت نه د کار اخیستلو دریځ غوره کوي او وایي" زه د روسېې په وړاندې ودریدم. ما د پوټین او نورو په وړاندې ټنیگ دریځ غوره کړی دی او د ولسمشرې په توگه به همدا کار وکړم."

ډانلډ ټرمپ د ایران سره اټومي معامله د متحده ایالاتو لپاره "بده موافقنامه " بولي. خو هېلري کلنټن وايي د ایران سره اتمي معامله د ایران د اټومي وسلو د پروگرام د پرمختگ لاره یې بنده کړه.

د داعش، عراق او سوریې په اړه بهرنۍ پالیسي کې چې امریکایانو ته ډېر اهمیت لري، د دواړو کاندیدانو اختلافات په ډېر واضح ډول څرگند شوي دي.

ترمپ وایي "بشارالاسد زما بالکل نه خوښېږي، خو اسد داعشیان وژني، ایران هم داعشیان وژني، دا ټول د دې لپاره یو ځای شوي دي چې زموږ بهرنۍ پالیسي کمزورې ده."

میرمن کلنټن بیا وایي "روسیه داعش ځپي. هغوی یوازې بشارالاسد په قدرت کې ساتي، کله چې زه د بهرنیو چارو وزیره وم، ما هغه وخت وویل او نن یې هم وایم چې پکار ده یوه داسې خوندي سیمه جوړه شي چی پروازونه پکې ممنوع وي."

خو د تیر په څېر د متحده ایالاتو رای ورکوونکي، د بهرني تگلارې پرته د کار او روزگار د رامنځته کولو او د اقتصاد د پرمختگ په څېر د مهمو مسایلو په اړه اندېښنې لري.