BBC
 شاته

د مالي پوځي اډه کې وسله والو ۱۷ پوځيان وژلي

Image copyright AFP

د مالي په یوه پوځي اډه کې وسله والو لږترلږه ۱۷ پوځيان په ډزووژلي او ۳۰ نور یې ټپیان کړي دي. وسله وال پر پوځي اډې وراوښتي او ځینو برخو ته یې اور اچولی دی.

دا پوځي اډه په مرکزي نمپالا ښار کې ده.

د دغه برید پړه دوو جلا ډلو پرغاړه اخیستې ده.

د مالي ولسمشر ابراهیم بوبکر کیتا له لومړي وزیر، دفاع وزیر او د وسله والو ځواکونو له قومندانانو سره د یوې امنیتي ناستې جوړولو غوښتنه کړې ده.

په مالي کې ګڼ اورپکي ګروپونه جنګېږي.

یوې نوې وسله والې ډلې ویلي، برید یې د فولاني قومي ډلې پرضد د مالي د پوځ د بریدونو په غچ اخیستو کې کړې ده.

خو د (انصار الدین) په نامه یوې اسلامپالې ډلې ویلي، دا برید دوی کړی دی.

تېر کال، درو بېلابېلو جهادي ډلو وویل، دوی پلازمېنه باماکو کې پر هوټل د برید تر شا وو.

د مالي د حکومت په غوښتنې په ۲۰۱۳ کال د فرانسې پوځ په مالي کې مداخله وکړه، او د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه هم هلته مېشت دي.