شاته

افغان حکومت او د طالبانواستازو په دوحه کې سره لیدلي

افغان حکومت کې دننه یوې سرچینې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي امریکا غږ اشنا راډیوسره په خبرو کې د افغان حکومت د او د طالبانود استازو ترمنځ تماسونه تائید کړل، خو په اړه یې د جزئیاتو د ورکولو څخه ډ ډه وکړه.

د ګارډین برتانوي ورځپاڼې په یو رايور کې ویلي چې د افغانستان د ملي امنیت د رئیس محمد معصوم استانکزي او د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر اخوند د ورور ملا عبدالمنان ترمنځ د قطر په مرکز دوحه کې لومړی تیره عیسوي میاشت او دوهم ځل د روانې عیسوي میاشتې په سر کې دوه خبرې شوي دي.

د دغې ورځپاني د رپوټ له مخې د مولوي منان دې خبرو کې د ګډون لپاره د طالبانو د مشرتابه په استازیتوب برخه اخیستې وه.

دا ورځپاڼه وایي چې د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ دا غونډې د امریکا متحده ایالاتو د مامورینو په مرسته ترسره شوي دي، خو د ورځپاڼي د رپوټ له مخې په دې دواړو غونډو کې د پاکستان حکومت استازو برخه نه لرله.

د افغانستان جمهوري ریاست ویاند مرستیال دواخان مینه پال، پرته له دې په دوحه کې د افغان حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ د لیدو کاتوپه اړه څه ووایي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې افغان حکومت په افغانستان کې د تل پاتې او با عزته سولې د ټینګیدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

ښاغلي مینه پال وویل " افغانستان حکومت د دایمي باعزته سولې د ټینګیدو لپاره خپلې ټولې هلې ځلې په کار اچوي اوددې لپاره هڅه کوي چې د بین الاافغاني مذاکراتو په چوکاټ کې هغه ډلې چې د سولې سره یوځای کیږي خبرو ته راماتې کړي، فعلآ په دغه برخه کې د افغانستان حکومت په هیواد کې د پایدارې او باعزته سولې د ټینګیدو لپاره هڅه کوي ".

د افغانستان د سولې عالي شورا د مشر پیر سید احمد ګیلاني د دفتر رئیس عبدالولي نعیمي امریکا غږ سره په خبرو کې د افغان حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ په دوحه کې د خبرو په اړه بې خبري وښودله او وې ویل چې دوی پرې خبرنه دي.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوحه د خبرو په هکله امریکا غږ ته ویلي، چې په دې اړه د طالبانو د سیاسي چارواکو سره یې تماسونه نیولي چې د هغوې څخه د معلوماتو ترلاسه کولو وروسته به دا ووایي، چې په قطر کې خبرې شوي او که نه.