شاته

د صدر ټرمپ ذاتي وکیل روډي جولیاني ته هم کروناوایرس ولګېد

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د اتوار/یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هغه ذاتي وکیل او د نیویارک پخواني ښاروال روډي جولیاني ته کروناوایرس لګېدلی دی. روډي جولیاني چې د صدر ټرمپ باوري کس او ذاتي وکیل ګڼل کیږي، په دې وروستیو ورځو کې د صدر ټرمپ له اړخه عدالتونو کې د صدارتي انتخاباتو د نتایجو په خلاف مقدمې چلولې او په دې برخه کې د ټرمپ د وکیلانو د ټیم مشري یې کوله.

جولیاني چې شپږ اویا (۷۶) کلن دی، د کرونا بیمارۍ له وجې په واشنګټن کې د جورج ټاون یونیورسېټي په هسپتال کې بستري شوی دی.

د روډي جولیاني نه وړاندې، صدر ترمپ ته یو شمېر نور نږدې کسان، پخپله صدر ټرمپ، او د هغه کورنۍ ته هم کروناوایرس لګېدلی و، خو هغوی ټول بېرته روغ شول.

صدر ټرمپ د اتوار/یکشنبې ورځې په پای کې پخپل ټویټر پاڼې باندې ولیکل، "د نیویارک ښار په تاریخ کې تر اوسه تر ټولو غوره ښاروال (مېئر)، او هغه کس چې په نه ستړې کېدونکې توګه د امریکا په تاریخ کې د تر ټولو مفسدو انتخاباتو د بې نقابولو هڅه یې کړې ده، د چاینا وایرس ټېسټ یې مثبت راغلی دی. روډي، عاجل صحت درته غواړم، مونږ به مخ ته ځو!"

ټرمپ په صدارتي انتخاباتو کې خپله ماته تر اوسه نده منلې او د کوم شواهد نه بغیر، همدا ټینګار کوي چې په انتخاباتو کې ورسره درغلي شوې ده، خو د انتخاباتو چارواکي دا دعوې نه مني او کوم عدالت ته هم تر اوسه په انتخاباتو کې د پراخې درغلۍ جرم ندی ثابت شوی.

د ټرمپ وکیل روډي جولیاني تېره هفته په څو ایالتونو کې، بغیر د کوم ماسک اچولو، عدالتونو ته حاضر شو او له رېپبلېکن چارواکو سره یې ملاقاتونه وکړل.

جولیاني تر اوسه رسنیو ته د خپلې بیمارۍ په اړه څه ندي ویلي، خو په ټویټر یې د صدر ټرمپ پیغام ریټويټ کړی دی. تر اوسه معلومه نده چې د هغه کرونا ټېسټ څه وخت مثبت راوتلی و، او دا هم نده ښکاره چې د دې بیمارۍ له وجې ورته کوم رنځ او درد پیدا شوی او که نه.

د جانز هاپکنز يونیورسېټۍ په حواله، کروناوایرس تر اوسه په امریکا کې له دوه لکه و دوه اتیا زرو (۲۸۲۰۰۰) زیات کسان مړه کړي دي.

کاروبارونه په اکثرو سیمو کې پرانیستي دي، خو خلک ماسکونه او یا نقابونه کاروي
کاروبارونه په اکثرو سیمو کې پرانیستي دي، خو خلک ماسکونه او یا نقابونه کاروي

د امریکا د صحت جګپوړو چارواکو د اتوار/یکشنبې په ورځ په امریکاییانو غږ وکړ چې ضروري ده هغوی د کروناوایرس په وړاندې د ځانونو ساتنه وکړي، که څه هم د همدې میاشتې په آخره کې ممکن د کرونا وایرس لګول پیل شي.

د امریکا د صحت وزیر الېکس ازر د فاکس نیوز ټي وي سره په مرکه کې وویل، "مونږ له خلکو غواړو چې خپلې ژمنې تازه کړي. مهرباني وکړئ ماسک واغوندئ." هغه همدا راز له خلکو وغوښتل چې په رېسټورېنټونو، مېخانو، او نورو ځایونو کې دې د ګڼې ګوڼې جوړولو نه ډډه وکړي.

د امریکا منتخب صدر جو بایډن تېره هفته وویل چې کله د جنوري په شلمه نېټه د صدارت سوګند پورته کړي، نو د امریکاییانو نه به وغواړي چې د سلو (۱۰۰) ورځو دپاره ماسک واچوي څو د کرونا وبا مخه ونیول شي. خو دا به یوه غوښتنه وي او جبري بڼه به ونلري.

په امریکا کې د کروناوایرس د مثبتو کېسونو شمېره قریب یو نیم میلینه ته رسېدلې ده (۱۴.۶ میلینه)، او یوازې د تېرې جمعې په ورځ په ټول هېواد کې د کرونا دوه لکه و دېرش زره (۲۳۰۰۰۰) نوي کېسونه راپور ورکړل شول.