شاته

افغان طالبان د خپلو نورو زرګونو قیدي طالبانو د آزادېدو په تمه دي - ذرائع

په دوحه کې بین الافغاني ناستې لا تر اوسه په افغانستان کې د جنګ جګړو اور نه دی سوړ کړی، مګر په همدې حال کې داسې خبرونه مخې ته راغلي دي چې ګني طالبان د خپلو نورو زرګونو بندیانو د خوشې کېدو تمه لري. افغان حکومت همدا څو میاشتې مخکې، په څو جوپو کې د طالبانو څه باندې پنځه زره بندیان له جېلونو په دې تمه خوشې کړل چې د سولې مذاکرات پیل شي.

د طالبانو ویاند ډاکټر نعیم وردګ د طالب مشرانو او د افغانستان د سولې دپاره د امریکا د خاص استازي زلمي خلیلزاد د وروستي ملاقات په اړه یو ټویټ کې لیکلي چې په دې کتنه کې د طالبانو د "پاتې بندیانو د آزادئ او تور لېست څخه د ا.ا.ا (طالبانو ډلې) د مشرانو او اعضاوود نومونو اېستلو...." خبرې شوي دي.

که څه هم د طالبانو ویاند ډېر وضاحت ندی ورکړی چې د پاتې بندیانو نه یې هدف د څومره بندیانو خوشې کېدل دي، مګر د افغانستان یو خصوصي ټي وي، طلوع نیوز، راپور ورکړی چې ګني په کابل کې د امریکا سفارتکار راس وېلسن ویلي، طالبان تمه لري چې په آینده ورځو کې د دوی اووه زره (۷۰۰۰) قیدیان د افغان حکومت له جېلونو آزاد شي.

نړېوالو سرچینو تر اوسه د دې خبر پخلی ندی کړی.

د طلوع نیوز د راپور په حواله، راس وېلسن چې د اتوار/یکشنبې په ورځ یې په آنلاین توګه له خبریالانو سره خبرې کولې، ټینګار کړی دی چې د دې بندیانو خوشې کېدل د طالبانو او امریکا ترمنځ شوې لوظنامه کې شامل دي.

د افغانستان یو انګریزي ژبي اخبار (افغانستان ټایمز) لیکلي چې دا د طالبانو نوې غوښتنې دي چې له خلیلزاد سره يې په تازه ناسته کې مخ ته کړي دي. تر اوسه په دي اړه د افغان حکومت رسمي دریځ یا غبرګون مخې ته ندی راغلی، او نه هم امریکا کوم رسمي بیان خپور کړی دی.

بل اړخ ته افغان صدر محمد اشرف غني د ملي مصالحې د عالي شورا په اولنۍ ناسته کې ویلي چې د پنځو زرو طالبانو په خوشې کولو سره یې د سولې په وړاندې خپله ژمنه پرځای کړې ده او اوس د طالبانو وار دی چې خپله وعده پر ځای او ډزبندي وکړي.

په همدې حال کې په دوحه کې بین الافغاني مذاکراتو یو څه پرمختګ ښودلی، او پس له هغه چې د افغانستان ریاستي هېئت او طالبانو د مذاکراتو په طریقه کار هوکړه وکړه، او په کابل کې د سولې د عالي شورا د مشرتابه کمیټې اولنۍ غونډه وشوه، د امریکا خارجه وزیر مایک پامپیو د دې غونډې د ترسره کېدو هرکلی کړی او هغه یې د سولې په لور یو بل مثبت ګام بللی دی.

صدر محمد اشرف غني هغې غونډې ته په وینا کې وویل چې د سولې بهیر دوهم پړاو ته داخل شوی او په وینا یې دوهم پړاو مذاکرات زیاتو مشورو ته اړتیا لري.

د سولې دپاره د دې کوششونو سره سره، په افغانستان کې تشدد هره ورځ دوام لري او د اتوار/یکشنبې په ورځ پوځي ذرایعو خبر ورکړ چې په یو شواروز کې په یوویشت (۲۱) ولایتونو کې د طالبانو او حکومتي عسکرو ترمنځ جګړې روانې وې.

بل اړخ ته په سرښار کابل کې د نامعلومو وسله والو کسانو په یوې هدفي حملې کې، د کابل ولایت یو جګپوړی پوځي اټارني (څارنوال) ووژل شو. دا افسر، پامير فیضي نومېد چې سهار مهال نوکرۍ ته د تګ په لاره کې ورباندې ډزې وشوې او ووژل شو.