شاته

پاکستان وايي د بېن الافغاني خبرو ملاتړ به جاري ساتي

پاکستان د افغانستان د سولې په خبرو کې د دواړو ډلو د يو بل سره د قاعدې او طرزالعملونو په موافقه کېدو هرکلی کړی او ويلي يې دي د بېن الافغاني خبرو ملاتړ به جاري ساتي.

پرون په دوېم دسمبر په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د روانو خپلمنځي خبرو دپاره د مذاکراتو په څرنګوالي دواړو خواؤ اتفاق کړی او کاري کمیټیو ته یې سپارښتنه کړې چې باید د بېن الافغاني خبرو دپاره د ایجنډې موضوعات ترتیب کړي.

امریکا، ملګرو ملتونو او افغان دولت د دوحې په خپلمنځني خبرو کې د دوه نیمو میاشتو له ځنډ وروسته د رامنځته شوي دې مهم پرمختګ تود هرکلی کړی او ويلي يې دي دا پرمختګ به اوس په افغانستان کې دائمي اوربند او د سیاسي تګلارې مشخص کولو ته لارې جوړې کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي دغه مهم پرمختګ به په بېن الافغاني خبرو کې په کاميابو نتيجو کې مرستې وکړي.

پاکستان ويلي د بېن الافغاني خبرو ملاتړ به کوي کومې خبرې به چې جامع پراخه او سياسي حل لاره لري او د خوشحاله، باثباته افغانستان دپاره لاره هواره کړي.

پاکستان دریځ لري د امریکا سره د خبرو دپاره يې طالبان د خبرو مېز ته په راوستو کې رول لوبولی او اوس هم په دغه لړ کې خپلې هڅې جاري ساتي.

په 19م نومبر د پاکستان وزیراعظم عمران خان د پلاوي سره د کابل سفر کړی او افغان ولسمشر اشرف غنی سره یې ليدلي ؤ.

د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د عمران خان د کابل د سفر په ترڅ کې د پاکستان او افغانستان د اړیکو ښه کېدو ستاينه کړې او ويلي يې ؤ، "مونږ د افغانستان او پاکستان په اړيکو کې د مثبت پرمختګ هرکلی او ډاډګېرنه یې کوو".

خليلزاد ویلي که د دواړو هېوادونو ترمنځ مثبت پرمختګ " عملي کيږي نو دا به په سیمه کې د سولې او پرمختيا دپاره مخ په وړاندې تګ موقع برابره کړي".