شاته

سي ډي سي په امریکا کې راتلونکې درې میاشتې د سخت بد وخت خبرداری ورکړی 

په داسې حال چې په امریکا کې د کرونا وبا دویمې څپې وروسته په ناروغانو او مرګونو کې زیاتوالی راغلی، د ناروغیو د مخنیوي او قامي مرکز خبرداری ورکړی، راتلونکی ژمی یا یخ موسم د امریکا لپاره تور ژمی ګرځیدلی شي.

د سنټر فار ډیزیز کنټرول اېنډ پریونشن یا سي ډي سي مشر رابرټ ریډفیلډ د امریکا چېمبر اف کامرس یوې غونډې ته په انلاېن وینا کې ویلي: ٫٫ حقیقت دا دی چې دسمبر، جنوري او فروري میاشتې به ډیر سخت یا خراب وخت وي.٬٬ نوموړي زیاته کړې ٫٫ په حقیقت کې ځه ګڼم دا به د امریکا عامه صحت په تاریخ کې تر ټولو سخت ګرځیدلی شي. ٬٬

ریډفیلډ ویلي د کرونا وبا روانه دویمه څپه د لومړۍ څپې نه ډیره بده ده چې پکې په کرونا د خلکو د اخته کیدو او مرګونو شرح ډیره لوړه ده. نوموړي دا خبره په داسې وخت کړې چې په امریکا کې د کرونا وبا نه هره ورځ اندازن ۲۰۰۰ تنه مړه کیږي.

د سي ډي سي ډاېریکټر په ګرده امریکا کې په هسپتالونو کې د ناروغانو د زیاتوالي له سببه د فشار خبرداری هم ورکړی، چرته چې د ناروغانو لپاره کټونه کم شوي او د هسپتال عمله د خپل وخت نه زیات کار کوي.

په امریکا کی د کرونا وبا د معلوماتو ورکولو یوې پروژې ترمخه تیره ورځ په ټوله امریکا کې یو لک ناروغان هسپتالونو کې داخل کړی شوي. دغه شمیره د کرونا وبا د شورو کیدو راپه دیخوا تر ټولو زیاته شمیره ده.

که څه هم په امریکا کې بیا خلک د یو بل نه په فاصله ساتلو او ماسکونو په مخ کولو د ستړتیا سره مخ دي، ریډفیلډ په خلکو غږ کړی چې په راتلونکي‌ میاشتو کې دې په دغو په کلکه عمل وکړي.

تیره اونې سره د دې چې د صحت چارواکو خلکو ته د هوايي سفر نه کولو او د کور دننه د غونډو نه کولو نصیحت کړی وو، په میلینونو امریکایانو د تهېنکس ګېونګ یا شکرانې د ورځې لمانځلو لپاره سفرونه کړي وو. چې د دغې وروسته په امریکا کې کرونا زور نیولی.

هم تیره ورځ سي ډي سي ویلي، کوم خلک چې په امکاني توګه د کرونا وایرس نه اغیزمن تن سره مخامخ شوي وي،‌هغوي باېد د لسو ورځو پورې ځان د نورو خلکو نه جدا یا کوارنټین کړي. وړاندې د صحت چارواکو لخوا د کوارنټین / قرنطین موده ۱۴ ورځې ښودل شوې وه.

هم په امریکا کې د کرونا ناروغانو د زیاتیدونکې شمیرو له سببه په هسپتالونو کې زیات بوج له سببه هسپتالونه اوس ډاکټران او نرسان د ریټاېرمنټ یا نوکرۍ موده پوره کیدو نه منع کوي، هغه زده کونکي چې لا یې لاېسنس نه وي اخستی هغوي ته د لوړو تنخاګانو په بدل کې د کارونو وړاندېزونه کوي.

د امریکا د یو ګوټ نه د بل پورې په هسپتالونو کې د ناروغانو د زیاتیدونکې شمیرو له سببه د صحت مرکزونه او د صحت کارکونکو په شمیرو کې سخت کمی راغلی. په امریکا کې نرسانې د زیاتو کارونو له وجې د ستړتیا له سببه د ناروغۍ او ذهني فشار سره مخ دي.

د وسکانسن او نبراسکا په شان ایالتونو کې چرته چې کرونا وبا زیاته خوره شوې ګورنروانو د ریټایرډ شوو نرسانو بیرته په خوتنخاګانو په کارونو اخستو وړاندیز کړی او دوي ته یې د لاېسنس او د دغې فیس معاف کولو هم ویلي، په دغو کې بیا د زیات عمر نرسانې د کرونا نه د اغیزمن کیدو د خطر سره هم مخ کیدلی شي.

خو د صحت ځیني پخوانۍ عملې غړي بیا ویړیا داسې کارونو ته غاړه اېښودې چې دوي پکې د ناروغانو سره نیغ په نیغه نه مخامخ کیږي. ایوا ایات په عارضي توګه د نرسنګ لاېسنسونه ورکوي چا چې د نرسنګ سبق پوره کړی وي خو لاېسنس ورسره نه وي.

د امریکا جان هاپکنز پوهنتون د تازه شمیرو تر مخه په امریکا کې د کرونا وبا نه د مرګونو شمیره د ۲ لکه ۷۳ زرو نه اوختې او د ۱۳.۹ میلینو نه زیات کسان ترې اغیزمن شوي.