شاته

طالبان اؤ دافغان دولت مرکچي پلاوی دبېن الافغاني خبرو په څرنګوالي صلاح شول

دوحه کې دافغان دولت اؤ طالبانو ترمنځ دسولې د روانو خپل منځي خبرو دپاره دمذاکراتو په څرنګوالي د دواړو ډلو ترمنځ اتفاق پیدا شوی اؤ دواړه ډلې وایي چې اوس به دخبرو اترو دپاره په ایجنډا کار پیل کیږي.

دچهارشنبې په ورځ په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم په پخپله ټوئټر پاڼه لیکلي

“د بين الافغاني مذاکراتو طرز العمل د مقدمې په شمول نهايي شوی دی، او پر اجنډا کار پيل کېږي”

دافغان دولت د مرکچي پلاوي غړي نادر نادري هم په ټوئټر دا خبره منلې ده اؤ لیکلي یې دي چې دبین الافغاني مذاکراتو په طرز العمل له صلاح کیدو وروسته په ایجنډا بحث پیل کیږي.

طالبانو اؤ د دولت مرکچي پلاوي دمذاکراتو په څرنګوالي دصلاح کیدو خبره په داسې حال کې کړې ده چې تر دې یوه ورځ وړاندې دافغان ولسمشر اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح ویلي وؤ د طالبانو د شرطونو له کبله د دوحې خبرې پر ځای ودرېدلې دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم دوه ورځې وړاندې پر ټویټر اعلان کړی وو، چې د رسمي مذاکراتو لپاره د مذاکراتي ډلو د 21 مادو کړنلاره بشپړه او حتمي شوې او دواړو ډلو پرې اتفاق کړی دی.

په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ‌ د سولې بین الافغاني خبرې د ستمبر پر 12مه پیل شوې دې، خو تر دوه نیمو میاشتو تېرېدو وروسته لا هم د خبرو د طرزالعمل پر سر اختلاف او بحثونو د رسمي مذاکراتو د پیلېدو مخه نیولې وه.

سرچینې وایي د افغان حکومت د مذاکراتي ډلې مشر معصوم ستاننکزي او د سولې په چارو کې د ولسمشر سلاکار سلام رحیمي تېره اوونۍ کابل ته یو پټ سفر کړی ؤ چې مقصد یې د مذاکراتو د کړنلارې په اړه د ولسمشر تایید تر لاسه کول وو.

د امریکا د باندینو چارو وزير مایک پمپیو د نومبر په 21 مه په دوحه قطر کې د افغانستان حکومتي چارواکو او طالب مرکچیانو سره لیدلي وؤ اؤ هغوئ ته یې ډاډ ورکړی ؤ چې امریکا به دبین الافغاني خبرو څخه دښو پایلو ترلاسه کولو دپاره د دواړو خواؤ وړاندیزونو ته غوږ نیسي

د ښاغلي پمپیو د دې ملاقات نه شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګان ویلي وؤ چې په افغانستان کې خپل عسکر کموي او د 2021 کال د جنوري تر 15 مې به 2 زره عسکر د افغانستان نه وباسي.

امریکا اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا 4500 عسکر لري.