شاته

دیو شواروز دننه پاکستان کې په کرونا وایرس۶۷کسان مړه شوي دي

سرکاري شمیرې ښایي چې پاکستان کې دتیر یو شواروز په مهال په کرونا وایرس نور ۶۷ کسان مړه شوي چې د څلورو نیمو میاشتو په موده کې دیو شواروز دننه دمړینو دا تر ټولو لوړه کچه ګڼل کیږي.

په دولتي شمیرو کې راغلي چې پاکستان کې ټول څلور لکه اؤ ۴۸۲ کسان په کرونا وایرس اخته شوي خو له دې جملې څخه درې لکه ،۴۳زره اؤ ۲۶۸ ناروغان بېرته ورغ شوي دي.

دکرونا وایرس څارنې دپاره پاکستان کې جوړ شوی دولتي مرکز وایي د ۶۷نورو کسانو دمړینې سره پاکستان کې تر اوسه په دې وایرس دمړو شوؤ کسانو شمیره ۸۰۹۱ته رسېدلې ده چې په دې کې یوازې خیبر پښتونخوا کې د مړو شوؤ کسانو شمیره ۱۳۶۹ ده .

داین او سي شمیرې ښایي چې دا مهال پاکستان کې ټول ۴۹ زره اؤ۱۰۵کسان په کرونا وایرس اخته دي چې په دې کې د ۲۱۶۵کسانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

په پاکستان کې د کرونا وایرس دلاسه دمړینو شمیره یو ځل بیا په داسې حال کې په لوړیدو ده چې زیاتره عام خلک په دغو دواړو هیوادونو کې تراوسه په کرونا وایرس باور نه کوي اؤ ددې وایرس نه د ځان ژغورلو دپاره د روغتیا پالانو سپارښتنې له نظره غورځوي.

په پاکستان کې که یو خوا دامهال په سیاسي جلسو اؤ جلوسونو کې په زرګونو خلک پرته له کوم احتیاط څخه برخه اخلي نو بلخوا بازارونو کې لیدل کیږي چې یوازې دوه فیصدو خلکو ماسکونه اچولي وي،دجراثیمو ضد سینیټائزر زیاتره خلک نه کاروي اؤ نه هم د سماجي واټن خیال ساتي چې روغتیا پالان دا یو خطرناک صورتحال ګرځوي.

ډاکټران وایي که چرې دکرونا وایرس په دوهمه څپه کې خلکو داحتیاط څخه کار وانه خستو نو دناروغانو شمیره به دومره سیوا شي چې په روغتونونو کې به نه ځائیږي.

ډاکټران دا هم وایي چې کرونا وایرس د ژمي په موسم کې زیات خوریږي ځکه چې په دې موسم کې د سینې ناروغۍ سیوا کیږي اؤ کرونا وایرس د سینې ،شوګر اؤ بلډ پریشر د ناروغانو دپاره خطرناک ثابتیږي