شاته

اروپا کې د کرونا ويروس له امله د مړینو شمېر تر ۴ لکو واوښت

په اروپا کې چې ځینې برخې یې د اونیو محدودیتونه او بندیزونه نرموي، په کرونا ويروس د مړینو شمېر تر ۴ لکو واوښت.

د اروپا د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول د مرکز پر اساس، په تېرو ۸ میاشتو کې چې دا وبا خپره شوې ده، په اروپا کې ۴ لکه ۹۵۰ تنه مړه شوي دي.

تر ټولو ډېر کسان په بریتانیا، ایټالیا، فرانسې، هسپانیا او روسیې کې مړه شوي دي.

په بریتانیا کې ۵۷ نیم زره، ایټالیا کې له ۵۳ زرو زیات، په فرانسه کې نږدې ۵۲ زره، په هسپانیا کې نږدې ۴۵ زره او په روسیه کې ۳۹ زره کسان مړه شوي دي.

د اتلانیتک بلې غاړې، د امریکا په متحدو ایالتونو کې بیا یوازې په نومبر میاشت کې چې څوورځې یې ختمېدو ته پاتې دي، ۴ میلیونه مثبتې پېښې ثبت شوي چې د ورتېرې میاشتې دوه برابره دي.

په دې هېواد کې د ورځې په متوسط ډول نږدېوالي یو نیم زر تنه مري او د دې ويروس د خپرېدو له پیله تراوسه له ۲ لکه ۶۶ زرو زیات کسان مړه شوي دي.

په امریکا کې د لومړي ځل لپاره په روغتونونو کې د بستري شویو کسانو شمېر هم له نوي زرو اوښتی او ډېرو ایالتونو او ښارونو سختو ټولنیز محدودیتونو او روغتیایي اقداماتو ته مخه کړې.

که څه هم په اروپا کې د کرونا ويروس خپرېدل د څو اونیو سختو بندیزونو له امله ورو شوي خو بیا هم دا وچه د دغې وبا مرکز ده او تېره اونۍ د متحدو ایالتونو په نسبت د کرونا ریکارډ پېښې په کې ثبت شوي دي.

د جرمني صدراعظمې انګیلا مرکل په خپله اونیزه وینا کې وویل، د کرونا د نوې څپې او نویو بندیزونو سره سره دې هېواد له کله چې د روان کال په پیل کې په اروپا کې کرونا خپره شوې، اوږده لاره وهلې ده.

مرکل وویل: "اوس موږ ډېر پوهېږو چې څه ډول خلک پر کرونا اخته کېږي، څه ډول کولای شو له دغه ویروسه ځان وژغورو، د ناروغۍ نښې یې څه دي او درملنه یې په څه ډول کېدای شي."

جرمني په نومبر میاشت کې بندیزونه لګولي و، رستورانټونه او بارونه یې بند کړي خو ښوونځي او مغازې یې پرانیستي پريښي و.

جرمني دې ته په پام چې تراوسه په هېواد کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو ګراف لوړ دی، دغه بندیزونه د ډسمبر د میاشتې تر۲۰ پورې غځولي خو ګاونډي هېواد یې فرانسې د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې هغه سخت بندیزونه به چې له اونیو راهیسې یې لګولي وو، په تدریجي ډول لیرې کوي.

پولنډ، هالند، بریتانیا، بلجیم او يو شمېر نورو اروپايي هېوادونو هم د ورته اقداماتو خبره کړې ده.

په داسې حال کې چې د نړۍ ډېرې برخې د کرونا دوهمې او دریمې څپې ځپلې، ډېرې هیلې د دغه ویروس پر وړاندې د نویو واکسينونو په جوړېدو پورې تړلې دي.

ښایي دغه واکسینونه په راتلونکې ډسمبر میاشت کې بازار ته را ووځې او د راتلونکې ۲۰۲۱ کال تر نيمايي پورې به د نړۍ ډېر خلک ترې برخمن شي.