شاته

د پنسلوېنیا یو وفاقي جج د صدر ټرمپ د انتخابي‌ ټګو د تورونو درخواست رد کړی

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د صدارتي‌ انتخاباتو نتیجو په چېلنج کولو کې د یو بلې ناکامۍ سره مخ شوی او په پنسلوېنیا ریاست کې یو وفاقي جج د خالي په ورځ‌ ناوخته فېصله ورکړې چې ددغه ریاست چارواکي د صدارتي‌ انتخاباتو نتیجو سرکاري تصدیق کولی شي چې ښايي نوی منتخب صدر جوباېډن یې د اتیا زره نه په زیاتو ووټونو سره ګټي.

په پنسلوېنیا ریاست کې وفاقي جج میتهیو بران د صدر ټرمپ انتخابي‌ کمپین درخواست رد کړی او ویلي چې د ټرمپ‌ کمپین تش په تورونو او د ثبوتونو بغېر کمزوري قانوني دلیلونه وړاندې کړي.

د ډانلډ ټرمپ شخصي وکیل روډي جولیاني او د کمپین مشر قانوني صلاحکارې جینا اېلس ویلي دوي به د وفاقي عدالت د فیصلې خلاف په سپریم کورټ ‌کې اپیل کوي.

پخواني وفاقي وکیل او د نیوریاک پخواني مېیر یا ښاروال، روډي جولیاني د ډانلډ ټرمپ مقدمې چلولو لپاره د څو لسیزو وروستو په اول ځل باندې عدالت ته وړاندې شوی وو.

نوموړي عدالت ته ویلي د پنسلوېنیا بېلا بېلو کاونټو لپاره دا غېرقانوني وو چې د خلکو سره په ووټ اچولو کې مرسته وکړي خو د جولیاني مخالف وکیل مارک اېرنچېک عدالت ته ویلي جولیاني ته د پنسلوېنیا د انتخابي ضابطو پته نشته.

ډانلډ ټرمپ وايي په پنسلوېنیا ریاست کې د برابرۍ په بنیاد ټولو خلکو ته د آیین لاندې یو شان قانوني تحفظ ورکولو خلاف ورزي شوې او ددغه ریاست کاونټو/ ضلعو د انتخاباتو وړاندې د ډاک د لارې اچول شوو ووټونو کې د تېکنیکي مسلو پېدا کېدو په حقله خلکو ته د رسېدو لپاره بېلا بېلې لارې خپلې کړې وې.

خو د پنسلوېنیا ریاستي سیکېریټرې وکیل عدالت ته ویلي د ټرمپ کمپېن لخوا د ځان ځان له پېښو په بنیاد د ملینونو ووټونو رد کول په داسې موقع یو ډېر آخري‌ګام دی چې ټول ووټونه شمارل شوي دي.

د پنسلوېنیا ریاست 20 الېکټورل ووټونه هم په یواځې توګه د ډانلډ ټرمپ صدارتي ‌انتخاباتو ګټلو لپاره کافي نه دي.

ډانلډ ټرمپ د انتخاباتو وروستو تورونه لګولي چې په ځنې ریاستونو کې د ډاک د لارې ورسره په ووټونو کې درغلي شوې او دا چې د هغه خلاف ډېر جعلې ووټونه اچولی شوي خو نوموړي‌ تراوسه پورې په عدالت کې دغه تورونه ثابت کړي‌ نه دي.

د امریکاي‌ میډیا او واېس آف امریکا ترمخه د ریپلیکن پارټۍ صدارتي‌امیدوار او اوسني صدر ډانلډ ټرمپ د 232 الېکټورل یا انتخابي ووټونو په مقابله کې د ډېموکرېټک پارټۍ صدارتي‌امیدوار جوباېډن د 306 الېکټورل ووټونو ترلاسه کولو سره صدارتي‌ انتخابات ګټلي دي خو ډانلډ ټرمپ تراوسه پورې خپله ماتې نه ده منلې او په یو شمېر ریاستونو کې یې د انتخاباتو نتیجې چېلنج کړي دي.