شاته

ډاکټرعبدالله:افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو ویستلو پرېکړه په عجلت کې شوې ده

دافغانستان دملي جوړجاړي دکمیشن مشر ډاکټرعبدالله عبدالله وایي چې افغانستان څخه دامریکایي فوځیانو د ویستلو پرېکړه په عجلت کې شوې ده اؤ پکار داده چې کله حالات ښه شي تر هغې وروسته دا پوځیان وویستل شي.

نړیوالې خبري شبکې ایسوسي ایټیډ پریس پخپل یو راپور کې د ډاکټر عبدالله له خولې ویلي‌ چې امریکا دخپلو دوؤ زرو سرتیرو د ویستلو کومه پرېکړه کړې هغوئ یې ملاتړ کوي خو فعالان دافغانستان وضعیت داسې نه دی چې امریکایي سرتیري ترې وویستل شي.

د عبدالله عبدالله په وینا “دا دامریکا پرېکړه ده چې دخپلو پوځیانو شمیره د څلور نیمو نه دوه نیمو زرو ته راکموي اؤ مونږ یې درناوی کوؤ”

خو هغه وایي “ مونږ اولیت دې ته ورکوؤ چې کله شرائط ښه شي بیا امریکایي سرتیري ویستل پکار دي”

هغه ویره ښکاره کړې ده چې “طالبان به زمونږ دخوښې په اساس پرمخ ولاړ نه شي” خو په دې یې هم خوښي ښودلې ده چې دامریکا دوه نیم زره پوځیان اؤ دناټو ځواکونه به هم افغانستان کې پاتې وي.

دامریکا ددفاع سرپرست وزیر کرسټوفر ملر تیره اوونۍ اعلان کړی ؤ چې د جنورۍ دنیمايي پورې به افغانستان کې دامریکایي پوځیانو شمیره د ۴۵۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته راټیټه کړل شي.

خو یو شمیر امریکایي کارپوهانو هم تیره ورځ کانګرس ته ویناګانو کې دامریکایي سرتیرو شمیره کمول یو تیروتنه بللې ده .

د وي او ای اشنا څانګې دخبر له مخې د بهرنیو اړیکو په شورا کې تجربه لرونکپ کارپوهه سټیفن بیددل، د استازو مجلس د وسله والو خدماتو جرګه ګۍ ته دجمعې په ورځ ویلي ،"د عسکرو د ویستلو کومه پالیسي چې د سه شنبې په ورځ اعلان شوه، یوه سهوه ده. د ټرمپ حکومت چې کوم اعلان کړی د ناکامۍ پڅه نسخه ده”

کارپوهانو د امریکا اؤ طالبانو د سولې په تړون هم نیوکي کړي اؤ په په کابل کې د امریکا پخواني سفیر راین کراکر، د استازو د مجلس دغې کمیټې ته ویلي چې د دې اقدام په نتیجه کې هیڅ هم نه تر لاسه کیږي.

امریکا کې ځېنې کارپوهان په دې نظر دي چې دافغانستان حکومت دالقاعده سره په جګړه بوخت دی خو برعکس طالبانو تر اوسه داسې کوم ښکاره ګام نه دی اخستی چې القاعده څخه د هغوئ داړېکو ختمیدو غمازي کوي.

د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې کارپوهه سیټ جونز ویلي د سولې پرته د نورو امریکایي عسکرو ویستل په افغانستان کې د واک ګډه وډه کړي او نظامي برخې به د طالبانو، او د القاعده شبکې په شمول د نورو وسله والو ډلو په ګټه شي