شاته

ډېره اسماعيل خان: د رکشې نهرته غورځېدو په پېښه کې 22 مړي راويستل شوي، ريسکيو1122

د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع ډېره اسماعيل خان کې درې ورځې وړاندې يوه رکشه [چنګچي/ زرنج] نهر ته غورځېدلې چې پکې د پوليس په وېنا 29 تنه سواره وو، په دوی کې 22 تنه مړه شوي او شپږ د اوبو نه ژوندي راويستل شوي دي، د مړو راويستو عمل په درېو ورځو کې سرته رسېدلی دی.

د ډېره اسماعيل خان پولیس وايي د ګل/ دوشنبې په ورځ په پرووا تحصيل کې د يوې کورنۍ د خلکو ډکه رکشه يا چنګچي زرنج نهر ته غورځېدلې چې پکې د چلوؤنکي سره 29 تنه سواره وو.

د پرووا پوليس تاڼې مشر رمضان بلوچ وايي دغه خلک چې د يوې کورنۍ وو واده له روان وو او زياتره پکې ښځې او ماشومان شامل وو.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل د رکشې چلوؤنکی بچ شوی او هغه هم د دغه کورنۍ غړی دی.

په سيمه کې د ژغورنې ادارې ريسکيو 1122 ځايي مشر فضل منان وايي دوی د دغو کسانو د ژغورولو دپاره په وخت موقعې ته رسېدلي، په لومړۍ ورځ يې شپږ کسان روغ بچ کړي او څلور مړي يې راويستي وو.

هغه وويل پرون بيا د 15 تنو مړي راويستل شوي او نن درې پاتې مړي راوويستل شواو د ژغورنې عملیات سرته ورسېدل.

په پاکستان کې وخت په وخت ټرافيکې پېښې کيږي چې پکې زیاتره د ډرائيورانو غفلت ګڼلی شي.

خو په پېښور کې د خېبرپښتونخوا د ټرېفک پوليس سکول يو چارواکی اصف رضا په خپله مني چې يواځې د ډرائيورانو د بې پرواهۍ له امله پېښې نه کيږي بلکې د سړکونو خرابوالی او تنګوالی هم يو د ټرافيکې پېښو سبب ګرځي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، د ټرېفکي پېښو غټ علتونه د سړکونو خرابوالی،[ون وی] يا يو سړک چې د دواړو خواؤ پرې ګاډي چليږي، موسم او تېز رفتاري او د ډرائيورانو نشه يا بې ارامي هم شامل ده.

خو په سړکونو د ټريفکي پېښو تورونه په پوليسو هم لګول کيږي چې دوی قانون نه عملي کوي ځکه داسې پېښې کيږی.

اصف رضا وايي په ځانګړي ډول په خېبرپښتونخوا کې پوليس په دې کار پېل کړی چې اول لائسنس يقيني کړي چې بې د لائنسس څخه څوک ګاډی ونه چلوي او ورسره بيا د ټرېفک د نورو قوانینو په ځای کولو هڅه کوي.