شاته

امریکا کې د کرونا وبا؛ دوو اوونیو کې ۴۰ سلنه مثبتې پېښې زیاتې شوي

د امریکا په متحدو ایالاتونو کې په کرونا ويروس یا کوویډـ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو د بستر کېدو شمېر تر ټولو لوړ حد ته ورسېد. یوازې د سې شنبې (د لړم ۲۰مه) په ورځ نږدې ۶۲۰۰۰ کسان چې په کرونا ويروس یا کوویډـ۱۹ ناروغۍ اخته وو، د امریکا د متحدو ایالاتونو په بېلابېلو روغتونونو کې بستر شول.

په امریکا کې د کوویډـ۱۹ ناروغۍ د څارنې یوې ادارې په خپل بلاګ کې لیکلي: "د بستر شویو لوړ شمېر ښيي چې د کرونا وبا د خپرېدو له پیل راهیسې تر ټولو بد پړاو ته ننوتلي یو."

د بستر شویو تازه شمېر، په تېرو دوو اوونیو کې په سلو کې ۴۰ زیاتوالی ښيي چې ورسره په تېرو اوو ورځو کې د ورځې په اوسط ډول په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر هم یو لک او شلو زرو ته زیات شوی دی.

د امریکا په متحدو ایالاتونو کې یوازې د نومبر میاشتې له لومړیو تر یو میلیون ډېر کسان په کرونا ويروس اخته شوي او په دې موده کې په ورځني ډول د مړو شمېر هم تر زرو زیات شوی دی، خو د درملنې ښه کېدو د مړو شمېر راکم کړی، حال دا چې په پسرلي کې په کرونا ويروس د مړو شمېر زیات وو.

د امریکا د حکومت د ساري ناروغیو مخکښ متخصص 'ډاکټر انتوني فاوچي'
د امریکا د حکومت د ساري ناروغیو مخکښ متخصص 'ډاکټر انتوني فاوچي'

د امریکا د حکومت د ساري ناروغیو مخکښ متخصص 'ډاکټر انتوني فاوچي' وویل، که دغه هېواد د عامې روغتیا په برخه کې خپل اقدامات زیات نه کړي، کرونا وبا به نور هم بد حالت راولي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا ټول ایالتي او محلي چارواکي له خلکو غواړي چې احتیاطي تدابیر په پام کې ونیسي او یا هم ګڼو چارواکو د نویو محدودیتونو خبرداری ورکړی دی.

امریکا کې په کرونا د اخته کسانو د بسترېدو شمېر تر ټولو لوړ حد ته ورسېد .

د امریکا په متحدو ایالاتونو کې تر بل هر هېواد زیات کسان په کرونا ويروس اخته شوي چې شمېر یې تر لسو میلیونو او دوو لکو اوښتی دی.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په امریکا کې په ټوله کې په کرونا ویروس د مړو شمېر دوو لکو او څلوېښتو زرو ته نږدې شوی دی.

په وروستیو میاشتو کې دغه ویروس د امریکا په لېرې پرتو سیمو کې په چټکۍ په خپرېدو دی، حال دا چې د پسرلي او دوبي پر مهال په ښارونو کې د ویروس خپرېدل زیات وو.

په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۵۱ میلیونو او څلورو لکو او د مړو شمېر تر یو میلیون او دوه لکو او اویا زرو زیات شوی دی.

اړوند مطالب