شاته

افغانستان کې د پاکستان سره تعلق لرونکی د القاعده مهم مشر وژل شوی، اېن ډي اېس

د افغانستان د ملي امنيت ادارې [اېن ډي اېس] ويلي په فراه ولايت/ صوبه کې يې عمليات کړي د القاعده د هند د نيمې وچې مشر محمد حنیف يې وژلی دی، د ادارې په وېنا د محمد حنيف تعلق د پاکستان د کراچۍ ښار سره ؤ.

اېن ډي اېس د نهې/ سه شنبې په ورځ ویلي محمد حنيف چې په عبدالله هم ياد ؤ د فراه په باکوا ولسوالۍ/ ضلع کې وژل شوی دی.

د ادارې په وېنا حنيف ته طالبانو په دغه ځای کې پناه ورکړې وه، او د هغه د القاعده د هند د نيمې وچې د مشر عاصم عمر سره نزدې اړیکې او مرستیال يې پاتې شوی ؤ.

د افغانستان د ملي امنيت ادارې ویلي د محمد حنيف پرضد عملياتو کې دوه پاکستانۍ ښځې هم نيول شوي د چا په اړه چې نور جزيات نه دي ورکړی شوي.

ویل شوي وژل شوي د القاعده مشر به په هلمند او نمروز کې د طالبانو وسله وال تربيه کول او هغو ته به یې د بمونو جوړول ور زده کول.

پاکستان په سمدستي ډول په دغه اړه څه نه دي ويلي.

تېره میاشت هم اېن ډي اېس ویلي ؤ په غزني ولایت کې یې د ځانګړو عملیاتو په مهال د هند د نیمې وچې دپاره دالقاعده ترهګرې شبکې دوهم مشر ابومحسن المصري وژلی دی.

د ملي امنیت ادارې د ابومحسن المصري درې بیلابیل عکسونه خپاره کړي او ویلي یې ؤ چې نوموړی د هند وچې لپاره د القاعده دوهم غټ مشر ؤ.

امریکې د القاعده دا مهم مشر د ترهګرو شبکو په مرستې کولو او د امریکایي وګړو په وژنه تورن کړی ؤ.

د ابو محسن المصري د وژنې وروسته د افغانستان صدر اشرف غنی ویلي ؤ په غزني کې د القاعده د مهم مشر وژنه دا ثابتوي چې ترهګري اوس هم د افغانستان، سيمې او نړۍ دپاره ګواښ دی.

افغان صدر ویلي ؤ، "د القاعده د مهمو غړو او نورو ترهګرو ډلو موجودګي ښايي چې طالبانو تراوسه پورې د دغو ډلو سره اړیکې نه دي پرې کړي، افغان اولس او نړۍ ته دروغ وايي".