ننګرهار کې یوه پوځي هلیکوپټره نسکوره شوې
د افغانستان دفاع وزارت وايي د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د تخنیکي ستونزو له کبله د ملي اردو د یوې هلیکوپټرې د نسکورېدو په پېښه کې دوه تنه وژل شوي دي.
دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ نومبر ۱۱ (لړم ۲۱) په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه MI-17 ډوله پوځي هلیکوپټره تېره شپه ۱۲ بجې نسکوره شوې ده.
په اعلامیه کې راغلي: "په خواشینۍ سره په دې پېښه کې د الوتنې یوه عمله او یو تن پولیس شهیدان شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي".
دا په روان لمریز کال کې د افغان هوايي ځواکونو شپږمه هلیکوپټره ده چې رانسکورېږي.
له دې وړاندې د تلې په ۲۳مه په هلمند باندې د طالبانو د برید پرمهال د ملي اردو دوه MI-17 ډوله هلیکوپټرو ټکر وکړ او رانسکورې شوې، چې په کې سپاره ۹ تنه ووژل شول.
همداشان د روان لمریز کال په تلې میاشت کې د افغان پوځ MD530 ډوله هلیکوپټره نسکوره شوه او له هغې وړاندې په هلمند او تخار کې دوه نورې هلیکوپټرې چې یوه یې بلک هاک او بله یې MI-17 ډول وه سقوط وکړ.
که څه هم افغان چارواکي ډېر کله د هلیکوپټرو د لوېدو لامل تخنیکي ستونزې یادوي خو د نظامي چارو کارپوهان کمه تجربه او د مسلکي او مجربو کسانو کموالی د الوتکو د غورځېدو دوه نور عمده لاملونه ګڼي.