شاته

افغان صدر اشرف غني وايي طالبانو تشدد لا نور زیات کړی

د افغانستان صدر اشرف غني ویلي سولې دپاره د حکومت د ګامونو په ځواب کې طالبانو تشدد لار نور زیات کړی دی. بلخوا، د افغانستان استخباراتي ادارې ویلي د القاعده یو هم پاکستانی غړی یې په فراه ولایت کې وژلی دی.

د سیمه ييزې همکارۍ تنظیم شنګهايي کواپرېشن ارګنایزېشن د سر مشرانو غونډې ته د نهې، سه شنبې، په ورځ د وډیو کانفرنس دلارې خپله وېنا کې اشرف غني وویل افغان حکومت د سولې په خاطر سختې فېصلې کړي دي خو طالبانو بیا هم د تشدد نه لاس نه دی اخیستی.

ارګ په خپله وېب پاڼه ووېل چې "جمهوررئیس د دې په بیانولو سره چې سوله زموږ له لومړیتوبونو څخه ده وویل، د یو دولت او ټولنې په توګه موږ طالبانو سره د سولې مذاکراتو د پیل لپاره د سختو تصمیمونو د نیولو په خاطر خپله ژمنه، لېوالتیا او مېړانه په ډاګه کړې ده... متاسفانه نه یواځې د تاوتریخوالي کمولو ژمنې او هر اړخیز اوربند تحقق ونه موند، بلکې د طالبانو له لوري تاوتریخوالی زیات شوی دی."

طالبان په افغان حکومت الزام لګوي چې د دوی په ضد حملې کوي.

د افغانستان ملي امنیت ریاست په فراه کې د وژل شوي وسله وال شناخت د محمد حنیف په نامه کړی دی چې په عبدالله هم پیژندلی کېدو. د هغه تړون د القاعده د برصغیر پاک او هند څانګې سره ښودل شوی دی.

د ملي امنیت ریاست وویل طالبانو د القاعده وسله وال ته پناه ځای او تحفظ ورکړی و.

افغان استخباراتي ادارې وویل د فراه ولایت ترڅنګ د القاعده وژل شوي وسله وال به په هلمند او نیمروز ولایتونو کې هم فعالیتونه ترسره کول او طالب وسله والو ته به یې بم جوړوولو تربیت ورکوولو.

د ملي امنیت ریاست وویل د افغان ځواکونو په عملیاتو کې دوه پاکستانۍ مېرمنې هم نیول شوي دي خو ادارې د عملیاتو په اړه نور تفصیل نه دی وړاندې کړی.

په فراه کې القاعده وسله وال د وژل کېدو په رپورټ وي او ای د طالبانو یو ترجمان سره رابطه وکړه نو هغه وویل په دې اړه تحقیقات کوي.

د وی او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي که چېرې د طالبانو د واک لاندې سیمو کې د القاعده وسله وال د موجودګۍ تصدیق وشي نو دا به د فېبرورۍ په میاشت کې شوي د امریکې او طالبانو د سولې معاهدې خلاف ورزي وي. مامورین وايي د لوظنامې ترمخه طالبانو ژمنه کړي چې القاعده سره به خپلې اړیکې ختموي او وسله والو ته په د افغانستان په خاوره پناه نه ورکوي. د معاهدې ترمخه امریکا به د کال ۲۰۲۱ د می تر میاشت پورې د افغانستان څخه خپل ځواکونه حالاتو ته په کتنه ستنوي.

تیره میاشت افغان او امریکايي مامورینو په غزني ولایت کې د القاعده د یو اهم غړي ابو محسن المصري د وژل کېدو تصیدق وکړو. المصري د امریکې تحقیقاتي ادارې، اېف بي ايي، د مطلوبو ترهګرو په فهرست کې هم شامل و.

د وي او ای رپورټ وايي یو امریکايي چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط وي او ای ته د المصري د وژل کېدو تصدیق کړی و او ویلي یې وو چې امریکايي ځواکونو افغان مامورینوسره د المصري خلاف عملیاتو کې مرسته کړي وه.

د سږ کال په شروع کې ملګرو ملتونو ویلي وو چې طالبانو د القاعدې سره خپلې اړیکې نه دي شلوولي خو طالبانو دغه خبره رد کړي وه او ویلي یې وو چې د دې مقصد امریکې سره د طالبانو معاهده کمزوري کول دي.

د معاهدې د لاندې طالبان به د افغان حکومت په شمول بېن الافغان مذاکراتو ته کښېني.

بېن الافغان مذاکرات په قطر کې شروع شوي دي خو څه ډیر پرمختګ خبرونه ترې مخې ته نه دي راغلي.