شاته

په امریکا کې د واک انتقال څنګه ترسره کیږي؟ 

د امریکا په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید دونالد ټرمپ، تر اوسه په انتخاباتو کې د جو بایډن بریالیتوب ندی منلی او همداشان د ښاغلي ټرمپ حکومت د جو بایډن ټیم ته د واک د انتقال بهیر ندی پیل کړی.

د امریکا د متحده ایالاتو د عمومي خدمتونو اداره چې د منتخب جمهور رئیس انتقالي ټیم ته د امکاناتو د برابرولو مسوله ده، تر اوسه پیسې او لازمې منابع د جو بایډن د انتقالي ټیم د کار د پیل لپاره ندي برابرې کړي.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې که د انتقال د بهیر تدابیر او کارونه په وخت پیل نشي، دغه بهیر د ځنډ سره مخامخ کوي.

د واک انتقال

د هغې ورځې څخه چې د امریکا د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست یو کاندید د انتخاباتو ګټونکی اعلانیږي – معمولاً د نومبر د میاشتې لومړۍ سه شنبه یا چهارشنبه – د راتلونکي کال د جنورۍ تر ۲۰ پورې چې دغه کاندید لوړه کوي او د جمهوري ریاست مسولیت په رسمي توګه په غاړه اخلي، د انتقال بهیر دی.

د واک د انتقال بهیر د منتخب جمهور رئیس د غیر انتفاعي ټیم له لورې اداره کیږي. دغه ټیم د انتخاباتي ټیم له جوړښت څخه جلا دی او ځبله بودجه او کارکوونکي لري.

د انتقال د بهیر په ترڅ کې منتخب جمهور رئیس باید په پیل کې د سپینې ماڼۍ کارکوونکي، د کابینې وزیران او د مهمو دولتي ادارو رئیسان وګماري. دغه پړاو چې صرف څو اونۍ دی، جمهور رئیس شاوخوا ۴۰۰۰ تنه د حکومت په مختلفو څوکیو ګماري، چې ددغو کسانو له دریو نه دوه برخې باید د سنا څخه د باور رایه ترلاسه کړي.

د حکومت د ۴.۵ تریلیون ډالرو بودجې سربیره، د نوي جمهور رئیس انتقالي ټیم باید د ۲.۱ میلیون ملکي کارکوونکو او ۱.۴ میلیون برحالو پوځي منسوبینو د څارنې مسولیت په غاړه واخلي. دغه ټیم د هرې دولتي ادارې اړتیاو ته ګوري.

د دولتي مهمو څوکیو د ډکولو سربیره انتقالي ټیم پلټنه کوي چې څنګه د منتخب جمهور رئیس انتخاباتي ژمنې په فدرالې پالیسۍ واړوي. دغه ټیم غالباً چټک اقدامات ترسره کوي چې د مخکني جمهور رئیس د یو شمیر اجرایي فرمانونو لغو کول په کې شامل دي.

د واک د انتقال لپاره منابع

د واک د انتقال لپآره پروګرام په غیر رسمي ډول هر هغه وخت چې منتخب جمهور رئیس یې وغواړي پیل کیدلی شي، خو دغه بهیر هغه وخت رسمیت مومي چې د انتخاباتو نتیجه په رسمي بڼه تائید او اعلان شي.

د قانون له مخې، د امریکا د متحده ایالاتو د عمومي خدماتو اداره مکلف ده چې د منتخب جمهور رئیس انتقالي ټیم ته دفتر او د اړتیا وړ وسایل برابر کړي.

د انتقال بهیر په عمومي توګهشاو خوا ۱۱ اونۍ – د نومبر په لومړیو کې د انتخاباتو له ورځې څخه د راتلونکي کال د جنورۍ تر ۲۰ د لوړې د ورځې پورې – دوام کوي. پدې توګه که د انتخاباتو نتیجې ژر څرګندې نشي او یا ناکام کاندید خپله ناکامي ونه مني، دغه بهیر لنډ کیدای شي.

د ۲۰۰۰ کال په انتخاباتو کې په امریکا کې کله چې د دموکرات ګوند کاندید ال ګور، د جورج ډبلیو بوش بریا ونه منله او حقوقي دعوا یې وکړه، د انتقال بهیر لنډ شو. په هغه کال کې د انتخاباتو څخه پنځه اونۍ وروسته ښاغلی بوش ګټونکی اعلان شو او د هغه انتقالي ټیم د خپلو کارونو د ترسره کیدو لپاره یواځې ۳۹ ورځې درلودې.

د انتقال د بهیر لګښت د حکومتي بودجې او خصوصي تمویل ترکیب کیدای شي. سږکال د امریکا د عامه خدماتو اداره قانوني صلاحیت لري چې شپږ میلیون ډالره د جوبایډن انتقالي ټیم ته ورکړي.

همداشان د نیویارک ټایمز ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې ښاغلي بایډن د خصوصي سکتور څخه اومه میلیون ډالر د انتقال د بهیر لپاره د بخشش په توګه ترلاسه کړي دي.

د امریکا د انتخاباتو فدرال کمیسیون اهدا کوونکو افرادو او سازمانونو ته اجازه ورکړې چې تر ۵۰ زره ډالرو پورې د جمهور رئیس د انتقالبهیر ته اهدا کړي، خو پدې شرط چې هغه علني کړي.

د ښاغلي بایډن د اوږدې مودې همکار تد کوفمن، د هغه د انتقالي ټیم مشري کوي. کله چې ښاغلی بایډن سناتور و، تد کوفمن د هغه د دفتر رئیس و. ښاغلی کوفمن په ۲۰۰۸ کال کې د پخواني جمهور رئیس باراک اوباما، په انتقالي ټیم کې هم کار کړی دی.