شاته

صدر ټرمپ وایي انتخابات ګټلي خو ورسره درغلي کیږي

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ په خپلې تازه وینا کې یوځل بیا ټینګار وکړ چې په انتخاباتو کې له ده سره درغلي روانه ده، که نه نو د ده په وینا، «که قانوني ووټونه شمار شي، نو زه یې ګټم.»

ډانلډ ټرمپ د امریکا په وخت د زیارت/پنجشنبې په ماخوستن وایټ هاوس کې خبریالانو ته په خبرو کې دا تور ولګاوه چې په دې انتخاباتو کې ګني مېډیا، ټېک (د ټېکنالوجۍ لویې کمپنۍ)، او لویو سرمایه کارانو په ګډه د هغه خلاف سازش کړی دی.

ټرمپ دا هم وویل چې عدالت کې به ډېرې مقدمې درجې کړي، ځکه، د هغه په باور د انتخاباتو پروسه منصفانه نده پاته شوې. یاده دې وي چې د صدر ټرمپ انتخابي ټیم همدا اوس په څو ایالتونو کې عدالتونو کې د انتخاباتو په اړه مقدمې درجې کړي او غواړي په یو شمېر ایالتونو کې د رایو د شمېرلو بهیر ودرول شي.

ټرمپ د ډاګ د لارې ورکړل شوي ووټونو ته بیا هم د شک په سترګه وکتل او ویې ویل دې ته حیران دی چې د ډاګ د لارې لېږل شوي ووټونه، د ده په وینا، ولې یو جانبه دي.

یاده دې وي چې ټرمپ له وړاندې لا د ډاګ د لارې ووټ اچولو سره مخالفت ښودلی و، خو ډېموکرېټانو خلک هڅول چې د ډاګ د لارې خپل ووټونه ولېږي. دا ځل انتخاباتو کې د ووټونو شمېرل هم په همدې دلیل ځنډېدلي چې د ډاګ د لارې ووټونه باید یو په یو پراسېس او وشمېرل شي.

صدر ټرمپ پخپلو خبرو کې زیاته کړه چې «هره قانوني رایه باید وشمېرل شي.» هغه د پنسېلوینیا د انتخاباتو په چارواکو تور ولګاوه چې څارونکي یې د شمېرلو له بهیره لیرې ساتلي دي.

د ټرمپ سیال، جو بایډن څه وایي؟

د صدر ډونالډ ټرمپ نه څو ګنټې مخکې، د هغه ډېموکرېټ سیال جو بایډن هم د انتخاباتو په اړه لنډه وینا وکړه او په داسې حال کې چې پخپلې کامیابۍ باندې یقیني ښکارېده، ویې ویل چې خلک دې باید صبر وکړي او ټول ووټونه باید یو په یو وشمېرل شي.

ډېموکرېټ کاندید، جو بایډن
ډېموکرېټ کاندید، جو بایډن

بایډن پخپلې وینا کې وویل، په دې کې هېڅ شک نلري چې د انتخاباتو ګټونکی به پخپله هغه اعلان شي، مګر تر هغو باید نتیجو ته انتظار وایستل شي.

د امریکا غږ د انګلیسي څانګې د خبر له مخې، بایډن تر اوسه پورې ۲۵۳ انتخاباتي‌ رایې (الکټورل کالج ووټس) او ټرمپ ۲۱۴ ګټلي دي خو د ټاکنو ګټونکی باید ۲۷۰ انتخابي پوره کړي تر څو د راتلونکو څلورو کالو لپاره د امریکا ولسمشر شي.

تر اوسه هم په څلورو برخلیک ټاکونکو ایالتونو کې د رایو شمېرل روان دي. په دغو ایالتونو کې دوه جیورجا او پېنسلوینیا په ختیځه برخه او دوه نور ارېزونا او نواډا په لویدیځه برخه کې دي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ١٦ کلونو تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلیویژن کې خبریال و.