شاته

پاکستان کې نور۳۰کسان په کرونا وایرس مړه شوي دي

پاکستان کې د کرونا وایرس دخوریدو دویمه څپه نوره هم چټک شوې اؤ په تیره یو شواروز کې دیرش کسان په دې وایرس مړه شوي دي چې دې سره هیواد کې د کرونا د مړو شوؤ ناروغانو شمیره ۶۹۲۳ؤ ته رسېدلې ده.

پاکستان کې د کرونا د څار مرکز پخپلو تازه شمیرو کې ویلي چې په تیر یو شواروز کې دهیواد بیلابیلو برخو کې د کرونا وایرس ۱۳۷۶تازه پېښې مخې ته راغلې دي چې دې سره دا مهال د کرونا دفعالو پېښو شیمره ۱۶۲۴۲ ته لوړه شوې ده.

ټول ټال درې لکه ۴۰ زره اؤ ۲۵۱کسان پاکستان کې په دې وایرس اخته شوي چې له دې جملې څخه درې لکه ۱۷زره اؤ ۸۶کسان بېرته هم روغ شوي دي.

په کرونا وایرس د څار مرکز وایي دتیرو څلېریشتو ساعتو‌ په مهال ۱۷کسان په سندهـ،پینځه په خېبر پښتونخوا،درې په اسلام اباد اؤ دوه دپاکستان دواک لاندې کشمیر کې په کرونا وایرس مړه شوي دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه دا وخت په هیواد کې په کرونا وایرس اخته ۸۲۷ کسان داسې هم دي چې روغتيايي حالت يې سخت دی.

په پاکستان کې ډاکټران اؤ دصحت محکمې چارواکي پرله پسې خلکو ته لارښوونه کوي چې د کرونا وایرس نه دځان ژغورلو دپاره د ګڼې ګوڼې ځائ ته د ورتګ اؤ یو بل سره په لاس ستړي مشو نه ډډه وکړي اؤ ماسک اؤ سینټائزر وکاروي.

خو څېړونکي وایي چې په دې روغتیایي سپارښتنو عمل اوس ډير کم شوی دی همدا لامل دی چې د کرونا وایرس یو ځل بیا په چټکتیا سره د هیواد بیلابیلو برخو کې سر راپورته کوي.

په کرونا دڅار مرکز هیواد کې په چټکتیا سره ددې وایرس خوریدو له امله دماښام شپږو بجو نه وروسته د دوکانونو اؤ کاروباري مرکزونو اؤ د۱۰ؤ بجو وروسته د دودونو دهالونو بندولو لارښوونه هم کړې ده.

خو وزیراعظم عمران خان اوړمه ورځ په ډاګه کړې وه چې داځل به هیواد کې کارخانې اؤ کاروبارونه نه تړل کیږي .

همدا شان د زیارت په ورځ د څلورو واړو صوبو اؤ مرکز د تعلیم د وزیرانو بین الصوبایي غونډه کې پرېکړه شوې وه چې تعلیمي ادارې به هم پرانستې پرېښودل کیږي.

تر دې دمخه چې کله سږکال په پاکستان کې کرونا وایرس په چټکتیا سره خور شوی اؤ په لکونو خلک یې اغیزمن کړي وؤ نو حکومت په ټول هیواد کې تعلیمي ادارې قابو تر اوو میاشتو تړلې وې خو په ۱۵م ستمبر یو ځل بیا تعلیمي ادارې پرانستل شوي دي.