شاته

د امریکا د ټاکنو په اړه تر اوسه هم پرېکړه نه ده شوې

واشنګټن – د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو په اړه وروستۍ پرېکړه د زیارت یا پنجشنبې په ورځ هم و نه شوه خو ډیموکراټ کاندید جوبایډن زیاتې انتخاباتي رایې یا الېکټرول کالېج ترلاسه کړي دي او ولسمشر ټرمپ غوښتي چې د رایو شمېرل دې ودرول شي ځکه ریپلېکنز په ټاکنو کې د بې نظمیو په اړه په محکمه کې حقوقي دعوا پرانیزي.

د امریکا غږ د انګلیسي څانګې د خبر له مخې، بایډن تر اوسه پورې ۲۵۳ انتخاباتي‌ رایې او ټرمپ ۲۱۴ ګټلي دي خو د ټاکنو ګټونکی باید ۲۷۰ پوره کړي تر څو د راتلونکو څلورو کالو لپاره د امریکا ولسمشر شي.

تر اوسه هم په څلورو برخلیک ټاکونکو ایالتونو کې د رایو شمېرل روان دي. په دغو ایالتونو کې دوه جیورجا او پېنسلوینیا په ختیځه برخه او دوه نور ارېزونا او نواډا په لویدیځه برخه کې دي.

په دغو ایالتونو کې وروستی حالت:

ټرمپ په جیورجا او پېنسلوېنیا کې مخکې دی او بایډن په دوه نورو کې.

د امریکا د انتخاباتي رایو (الکټورل کالج) په سیستم کې له مېن او نېبراسکا پرته په هر ایالت کې چې هر کاندید زیات ووټونه واخلي نو د هغه ایالت ټولې انتخاباتي‌ رایې یا الیکټورل کالج ترلاسه کوي او د هر ایالت لپاره د الکټورل کالج شمېر د هغوې د وګړو د شمېر په تناسب ورکړل شوې وي.

که چېرې بایډن په ارېزونا کې چې ۱۱ انتخاباتي رایې لري او په نواډا کې چې شپږ لري خپلې رایې همداسې زیاتې وساتي نو دی به په ټولیزه توګه ۲۷۰ انتخاباتي څوکۍ وګړي او د امریکا ۴۶ م ولسمشر به شي او په جنورۍ کې به یې د پرانېستې مراسم وي او په دې حالت کې بیا د جورجیا او پېنسلوېنیا پایلې کومه اغیزه نه لري.

ټرمپ ته اړتیا ده چې ټول هغه ایالتونه له ځان سره وساتي چې دی پکې مخکې دی او له ارېزونا او نواډا څخه هم یو ترلاسه کړي، چېرې چې بایډن اوس مخکې دی.

د رایو شمېرل په څلورو واړو کې اوس بند شوي. په جورجیا کې ټرمپ ۱۵۰۰۰ رایې مخکې دی خو تر ۵۰۰۰۰ زیاتې رایې تر اوسه نه دې شمارل شوي.

په پېنسلوینیا کې ټرمپ ۱۱۶۰۰۰ رایې مخکې دی خو تر دې په زیات شمېر رایې لا نه دې شمېرل شوي.

اخوا بایډن په نواډا کې ۱۲۰۰۰ رایې مخکې دی او په ارېزونا کې ۶۸۰۰۰ خو دواړو ایالتونو کې لا زیاتې رایې شمېرلو ته پاتې دي.