شاته

امریکا افغان پوځ ته په سلګونو جنګي وسایل او تجهیزات ورکوي

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي‌ چې سلګونه جنګي وسایل او تجهیزات د افغانستان د ملي دفاع وزارت ته سپاري.

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي چې د غوڅ ملاتړ ماموریت د افغان دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو سره د خپلو مرستو په دوام کې په سلګونه هاموې موټر، میلیونونه مرمۍ او سلګونه شب بین دوربینونه او یو شمیر نور جنګي وسایل د افغانستان ملي دفاع وزارت ته سپاري.

د ملي دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په روان میلادي کال کې د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان ملي پوځ سره ۱۳۸۳ هاموي، ۱۰ هلیکوپترې او څلور A-29 جنګي جیټ الوتکې مرستې کړې دي.

افغان ځواکونو ته ددغو تجهیزاتو ورکړه د افغان پوځیانو او طالبانو ترمنځ په څو ولایتونو په ځانګړې توګه په کندهار او هلمند کې د جګړو د شدت سره په یو وخت ترسره کیږي.

د افغانستان د دفاع وزارت اعلامیه د ناټو د قاطع ماموریت د مقاماتو له قوله لیکلي دغه تجهیزات او وسایل د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د ساتلو او پیاوړتیا او په افغانستان کې د سولې او ارامتیا د ټینګښت په موخه کیږي.

د ملي دفاع وزارت ویلي چې امریکا د تیر کال په ترڅ کې د ۵۷۴ میلیون ډالرو په ارزښت تجهیزات له افغان حکومت او امنیتي ځواکونو سره مرسته کړې ده او د ۱۰۲ میلیونه ډالرو په ارزښت تجهیزات به په راتلونکي کال کې هم د افغان پوځ سره مرسته وکړي.

د امریکا نوي پوځي تجهیزات پداسې حال کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ورکول کیږي چې ټاکل شوی د نومبر له ۲۳-۲۴ نیټې پورې د سویس په ژنیو ښار کې د افغانستان سره د مرسته کوونکو هیوادونو کنفرانس جوړ شي.

ددې کنفرانس نه څو خبرو منابعو د رویترز اژانس ته ویلي چې ښایي په دغه کنفرانس کې د افغانستان سره دمرسته کوونکو هیوادونو له خوا د مرستو په موده او حجم کې کموالی راشي او ددغو مرستو څارنه به هم په جدي توګه کیږي.

د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ یوه انتخاباتي ژمنه د افغانستان د جګړې پای ته رسول او هیواد ته د امریکایي سرتیرو راستنول وو. څه موده مخکې د باخبرو سرچینو له قوله داسې رپوټ ورکړی و چې ښاغلی ټرمپ هڅه کوي د نومبر د میاشتې د دریمې نیټې د جمهوري ریاست د انتخاباتو دمخه چې پخپله هم ورته کاندید دی، ټول امریکایي ځواکونه له افغانستان نه وباسي.

خو د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر د مۍ د میاشتې په ۲۷ (غبرګولي ۷) ویلي وو چې اوسمهال د امریکا د جمهوري ریاست تر انتخاباتو پورې د ځواکونو بشپړه ایستلو د پروګرام احتمال کم بریښي.

د امریکا-طالبانو د سولې د موافقې له مخې چې د فبرورۍ د میاشتې په پای کې په دوحه کې لاسلیک شوه باید د ۲۰۲۱ کال د مۍ میاشتې پورې له افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه ووځي، خو د امریکا پوځي مقاماتو تل پدې ټینګار کړی چې د پوځیانو بشپړه وتل په شرایطو او ژمنو ته د طالبانو په پابندۍ پورې اړه لري.

د دوحې په موافقه کې د طالبانو یوه اساسي ژمنه د القاعده شبکې سره ددې ډلې د اړیکو بشپړه بندیدیل دي خو یو شمیر امریکایي پوځي مقاماتو ویلي چې طالبان لاهم د القاعده شبکې سره اړیکې او تماس لري.