شاته

د ويغرمسلمانانو سره روان تشدد ته د کېنیډا لخوا په قتل عام ويلو مبارزين خوشبين دي

د بشري حقونو مبارزين وايي نړيواله ټولنه به اوس د چينايي چارواکو سره د ويغر د مسلمانانو پر ضد د روان تشدد په سر احتساب کوي او د کنېډا وروسته به د نړۍ يو شمېر نور ملکونه هم د دغې تشدد په سر د چين پر ضد ګامونه اخلي.

د کېنیډا د پارلیمان د نړيوالو بشري حقونو کمېټۍ تېره هفته په سينکيانک صوبه کې د ويغر مسلمانانو سره د چين لخوا روان تشدد د قتل عام برابر بللې.

د دغې کمېتۍ مشر پيټر فونسيکا وي او ای ته ويلي د کېنیډا اکثره ګوندونو په يو غږ د دغې قرارداد منظوري ورکړې او د چين تشدد يې د ويغر قتل عام بللې، د کمېټۍ رپورټ د منظورۍ لپاره خارجه وزارت ته استول شوی.

څيړونکي وايي دغه رپورټ به د آخيرۍ منظورۍ د پاره د وزيراعظم جسټن ټروډو کابېنې ته وړاندې کېږي.

دغې کمېټۍ د اکتوبر په ۲۱ مه نېټه ويلي په سینکيانک صوبه کې د نزدې ۲۰ لاکه کسانو ويغر او ترک مسلمانانو بندي کول، د هغوي رياستي څارنه کول، په زور د هغوي نه مشقت اخستل د هغوي د ثقافت د ختمولو يوه شعوري هڅه ده.

دغې کمېټۍ په خپلو څرګندونو کې ويلي په کال ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰م کې چې د چين کميونسټ پارټۍ د ويغر د مسلمانانو سره کوم زور زياتی کړی هغه د ملګرو ملتونو د قتل عام برابر دی.

د ملګرو ملتونو د قتل عام کنونشن د يو قام يا ټولنې، نسلي يا مذهبي ډلې پوره يا نيمې بربادۍ عمل ته قتل عام وايي.

د امريکې په کنکورډيا يونيورستۍ کې د قتل عام او بشري حقونو د څانګې ډاېرېکټر کاېل مېتيو وايي دا لومړی ځل دی چې د يو ملک په قامي اسمبلۍ کې د ويغر مسلمانانو سره د چين زور زياتي او تشدد ته د قتل عام نوم ورکړی شوی.

"دا به د حکومت په انتظامېي هم دباؤ واچوي چې د دغې فېصلې سره سم قانوني ګامونه واخلي."

کمېټۍ د کېنیډا په حکومت غږ کړی د ويغر مسلمانانو سره د تشدد په سر دې د چين غندنه اوکړي او د ويغر مسلمانانو پر ضد په بشري سرغړونو کې ککړ چينايي چارواکو باندې دې بنديزونه اولګول شي.

د کنېډا د پارلېمنټ د بشري حقونو کمېتۍ د حکومت نه غوښتنه کړې د ويغر په اړه معلوماتو د پاره دې نړيوالې ټولنې ته د سينکيانک سيمې د سفر اجازت ترلاسه کولو دپاره هم هلې ځلې وکړي، چې نړۍ د ويغر د مسلمانانو سره د چين په تشدد خبره شي.

د چين خارجه وزارت د کنېډا د بشري حقونو د کمټۍ څرګندونې بې بنياده بللي ، د خارجه وزارت وياند ژاؤ لي ژيان په کنېډا غږ کړی د سينکيانک سره تړلو کشالو راپورته کولو په بهانه دې د چين په کورنيو چارو کې د لاس وهنې نه قلار شي.

په چين تور دی چې د کال ۲۰۱۷ راهسې په سينکيانک سيمه کې يې په لکونو ويغر او ترک مسلمانان په حراستي مرکزونو کې اچولي او ورسره تشدد کوي، خو چين دغه تورونه ردوي او وايي دوي د ويغر مسلمانانو د تربيت او زدکړو د پاره دغه کېمپونه جوړ کړي دي.

د کنېډا د بشري حقونو کمېټۍ په کال ۲۰۱۸م کې په برما کې د روهينګيا مسلمانانو سره د پوځ‌ لخوا روان تشدد هم قتل عام بللې وو، او دا به کتلی شي چې د کنېډا حکومت د کمېټۍ په سپارښتنو څومره او کله عمل کوي خو د خارجه وزارت يو وزير فرانسس فېلپ وي او ای ته په يو بيان کې ويلي د دوي حکومت د قتل عام د تورونو پر ضد په سختۍ سره ګامونه اخلي.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي