شاته

 ترکي او یونان کې سخته زلزله - څلور تنه مړه، لسګونو نور ژوبل شوي

ترکي چارواکو ویلي په غربي ازمیر صوبه کې راغلې سختې زلزلې کې څلور تنه وژل شوي. د چارواکو په وینا دغه زلزله د ترکي او یونان تر منځه په یوه یوناني جزیره یا ټاپو کې راغلې.

د ترکي د صحت وزیر فهرتین کوسا په خپل ټوېټر اکاونټ رپورټ ورکړی چې په ازمیر کې څلور تنه مړه شوی او ۱۲۰ نور ژوبل شوي دي. نوموړي زیاته کړې دغه سیمې ته ۳۸ اېمبولېنسې، ۲ هیلي کاپټرې او ۳۵ د صحي مرستو ډلې لیګل شوي دي. د اروپا او بحیره روم د زلزلو معلومات لرونکي مرکز ویلي د دغه زلزلې زور په ریکټر سکېل ۶.۹ وو.

د زلزلې مرکز د ترکي د ساحل نه ۳۲ کلومیټره لرې او د سامو جزیرو نه ۱۳ کلومیټره لرې دی. د امریکا د جیالوجېکل سروی تر مخه د زلزلې زور ۷.۰ مېګنیچیوډ وو. د زلزلې وروسته هم په دغه سیمه کې وړې جټکې راغلي.‌

د ترکي سرکاري خبري ادارې اناتولو ویلي په ازمیر کې د یوې غورځیدلې ودانۍ نه درې ژوبل کسان راویستل شوي. د ازمیر ښاروال سي‌ اېن اېن ترکي څانګې ته ویلي، په دغه سیمه کې تر ۲۰ پورې لوړې ودانې غورځیدلي. ازمیر ښار د ترکي دریم لوې ښار دی او ۴.۵ میلینه ابادي‌ لري. د ترکي کورنیو چارو وزارت تر مخه په یو شمیر نورو صوبو کې هم د زلزلې د لاسه د ودانیو دیوالونه چاودلي.

په سامو ټاپو کې بیا په سړکونو او ودانیو ته زیان رسیدلی. په دغه سیمه کې د هسپتال چارواکو ویلي، څلور تنه ژوبل شوي او د علاج لپاره روغتون ته رسول شوي.

د یونان سرکاری ټي وي تر مخه د زلزلې وروسته د وړې پیمانې سمندري توپان (سونامي) هم راغلې چې ودانیو ته یې زیانونه اړولي. په ټولنیزو رسنیو خپرو شوو ویډیو ګانو کې لوۍ کشتۍ د ښار په کوڅو کې ښودل شوي. د مطبوعاتي رپورټونو تر مخه په برتانیه او بلغاریه کې هم دغه زلزله احساس شوې.