شاته

د فرانس پولیس د چاړه د خونړۍ حملې په لړ کې دویم مشکوک تن نیولی دی

د فرانس په نیس ښار کې په چاړه د دریو کسانو د وژل کېدو په لړ کې پولیس دویم مشکوک تن نیولی دی.

د فرانس چارواکو ويلي نیول شوی دویم مشکوک ۴۷ کلن دی او د نیس په کلېسا کې د حملې نه یوه شپه وړاندې د حمله کوونکي سره په رابطه کې و.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د نیس په نورټرډېم کلیسا کې حمله کوونکي د تیونس شهري ۲۱ ابراهیم اسوی په چاړه درې کسان ووژل. وروسته هغه د پولیس په ډزو د زخمي شو او ونیول شو. ابراهیم څو ورځې وړاندې اټلي دلارې فرانس ته رسېدلی و.

بلخوا په تیونس کې چارواکو د مهدي نومې تنظیم په اړه تحقیقات شروع کړي دي او معلومه وي چې دغه تنظیم وجود هم لري او که نا؟ د تیونس حکومتي خبري ادارې ویلي دغه پلټنې په سوشل میډیا د د حملې د مسولیت په دعوو بنیاد لري.

د ترهګرۍ ضد د فرانس حکومتي وکیل وویل په چرچ کې د حملې په مهال د ۶۰ کلنې ښځې او د ۵۵ کلن سړي مرۍ غوڅې کړی شوې او بله ۴۴ کلن ښځه د چاړه په ګزارونو زخمي شوي او بیا نژدي په یو رسټورانټ کې د پناه اخیستو نه پس یې ساه ورکړه.

د چارواکو په وېنا اسوي سره قران و او په کڅوړه کې ورسره دوه نورې چړې هم وې چې په حمله کې نه وې استعمال شوي.

د فرانس مامورینو په کلېسا کې حمله د ترهکرۍ پېښه بللې ده او په ملک کې د امنیت انتظامات سخت کړی شوي دي.

د فرانس صدر اېمېنوېل مېکران ویلي د سکولونو او چرچونو د تحفظ دپاره د امنیتي ځواکونو شمېر به د ۳۰۰۰ نه ۷۰۰۰ ته زیاتوي او هېواد به د ترهکرۍ په وړاندې ماتی نه مني.