شاته

افغانستان یوځل بیا د استخراجي صنایعو د نړیوال بنسټ غړی شو

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې دغه هېواد یوځل بیا د استخراجي صنایعو د روڼوالي نوښت نړیوال بنسټ یا «اي ای ټي» غړیتوب ترلاسه کړی دی.

د یاد وزارت سرپرست هارون چخانسوري نن جمعه اکتوبر۳۰( لړم ۹) په خپل فیسبوک پاڼې کې لیکلي دي چې د یاد بنسټ د وروستۍ پرېکړې پر اساس نن افغانستان د دغه بنسټ غړیتوب ترلاسه کړ.

هغه زیاته کړې: "د کانونو وزارت د دې تر څنګ چې د هوکړو په برخې کې اصلاحات راوړي دي د «ام اس جي» څو اړخیزې منظمې ناستې کړي. دغو غونډو کې د حکومت چارواکو، د مدني ټولنو غړي او د خصوصي سکټور غړو ګډ‌ون درلوده چې د افغانستان بیا غړیتوب اخیستلو کې یې رغنده رول درلوده."

ښاغلي چخانسوري دا هم ویلي چې افغانستان به د استخراجي صنایعو د روڼوالي د نوښت بنسټ د لارښوونو عملي کېدو ته کار وکړي.

افغانستان په لومړي ځل ۲۰۱۰ کال کې د یاد بنسټ غړیتوب ترلاسه کړی و خو دغه بنسټ په ۲۰۱۷ کې د افغانستان غړیتوب وځنډوه.

«اي ای ټي ای» بنسټ ویلي و چې په کانونو کې د ښه مدیریت نشتون او د یاد بنسټ د معیارونو د عملي کېدو برخې کې د حکومت بې غوري د افغانستان د غړیتوب د ځنډولو عامل بللی و.