د ارزګان د دهراود ولسوالۍ د سقوط مخه نیول شوې ـ چارواکي
د ارزګان امنیتي مقامات وايي چې دهراود ولسوالي له سقوط څخه ژغورل شوې، خو وايي چې لاهم جګړه د ولسوالۍ په بازار کې دوام لري.
دهراود د ارزګان په جنوب کې د هلمند له کجکي بند سره په سرحد کې پرته ګڼ مېشته ولسوالي ده.
د نوموړي ولسوالۍ امنیه قومندان جان محمد کریمي نن جمعه اکتوبر۳۰( لړم۸) امریکا غږ اشنا ته وويل چې د ولسوالۍ ټول دولتي تاسیسات د حکومتي قواوو په لاس کې دی.
ده زیاته کړه چې چې له تیري یوې میاشتي راهیسې یاده ولسوالي د وسله والو تر لویو بریدونو لاندي راغلې چې له تیرو څلورو ورځو راهیسې جګړه شدیده شوې او وسله وال د ولسوالۍ بازار ته داخل شوي.
نوموړي وويل:"د والسوالۍ، امنیه قومنداني، ملي امنیت، ښاروالۍ او نور دولتي تاسیسات زموږ د قواوو په لاس کې دي خو وسله وال طالبان د ولسوالۍ د بازار د غرب خوا په واک کې لري، لوی درستیز او امنیتي معین را سره تیره شپه وغږیدل او تازه دمه سرتیري هم را ورسیدل په ځینو برخو کې هوايي بریدونه هم شوي د لسوالۍ د سقوط ګواښ لمنځه تللی خو وسله وال د ملکي خلکو په کورونو کې سنګرونه نیولي."
بلي خواته د ارزګان د والي ویاند احمد شاه ساحل امریکا غږ ته وويل چې د وسله والو د ځپلو لپاره دهراود ولسوالۍ ته تازه دمه سرتیري رسیدلي.
بلي خواته د سیمي اوسیدونکي وايي چې جګړه تونده شوې او ملګي مرګ ژوبله هم رامنځ ته شوې.
دوی زیاته وي چې د ولسوالۍ روغتون هم تړل شوی او د ملکي مرګ ژوبلي کره شمېر ندی معلوم.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.