شاته

په موصل کې داعش خپل ۵۸ کسان اعدام کړي

د عراق په موصل کې داعش یوه ډله یې نیولې ده چې غوښتل یې د عراق حکومت ته واړوي او د موصل په نیولو کې د عراقي حکومت سره مرسته وکړي.

د رویترز خبرې آژانس ویلي دی چې داعش دغه ډله تیره اونۍ ونیوله او د دغې ډلې ۵۸ کسان یې اعدام کړل.

د موصل د ښار اوسیدونکو د رویټرز سره په ټلیفون خبرې کړي او ویلي یې دي چې داعش دغه کسان په اوبو کې تر هغو بورې غوپه کړې دي چې مړه شول او بیا یې د موصل ښار ته نږدې په ډله ییزه قبر کې ښځ کړل.

د موصل د ښار د پنځو اوسیدونکو د معلوماتو په حساب، چې ټول یو رقم وو، په وژل شوو کسانو کې د داعش د مشر ابوبکر البغدادي یو ځاي مشاور هم شامل و.

د البغدادي د دغه ځايي مشاور په اړه ویل کیږي چې د عراقي حکومت سره د یو ځای کیدو طرح یې جوړه کړې وه.

رویټرز د دغې ډلې د مشر نوم نه خپروي دا ځکه چې د هغه کورنۍ ته کیدای شي چې خطر متوجه وي. همداراز دغه خبرې آژانس د موصل د هغو اوسیدونکو نومونه هم نه دې خپاره کړې چې معلومات یې ورکړي دي.

داعش موصل په ۲۰۱۴ کال کې ونیوی او دغه ښار د داعش په لاس کې تر نورو ښارونو غټ دی. د جګړو نه مخکې په موصل کې دوه میلیون کسان اوسیدل.

عراقي چارواکو څو ځلې ویلي دي چې په د موصل د نیولو لپاره به ډیر ژر عملیات پیل کړي. تمه ده چې په عملیاتو کې به د عراق د پوځ سره کردان او سني او شیعه ملیشې مرسته وکړي او د امریکا په مشري ائتلاف به یې هوايي ملاتړ وکړي.

که چیري موصل د داعش نه ونیول شي نو د داعش تر ولکې لاندې نیمایي سیمه به د دغې ډلې د واک نه ووځي.

ملګروملتونو ویلي دي چې په موصل برید به په نړۍ کې لوی بشري ناورین رامنځ ته کړي.

داعش په ښار کې مورچې جوړې کړې دي او دغه ډلې پخوا هم د ملکیانو نه د ډال په توګه کار اخیستی دی او د دې احتمال ډیر دی چې بیا به دغه کار وکړي.