شاته

جنوبي وزیرستان: حکومت د ورانو کورونو مالومولو سروی روانه کړې، خو خلک پرې ټکونه کوي

د پاکستان حکومت په قبايلي ضلع جنوبي وزیرستان کې د ورانو شوؤ کورونو سروی روانه کړې خو ځايي خلک په دغه سروی شکايتونه کوي چې سروی پوره نه ترسره کيږي.

د جنوبي وزيرستان مرستیال کمشنر خالد اقبال ویلي د جنوبي وزيرستان په 110 کليو کې يې د سروی عمل پېل کړی او د دې کار دپاره 11 ډلې ټاکل شوي او هڅه کوي چې په علاقه کې د واورې کېدو نه وړاندې دغه عمل سرته ورسوي.

وي اوای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل دوی د خلکو نه غواړي چې د سروی د ډلوسره مرسته وکړي سم مالومات ورته ورکړي، او زر زر دغه عمل پوره شي چې د خلکو سره مرستې وشي.

هغه وويل اوسنۍ سروی په هغو علاقو کې کيږي چرته چې د دې نه وړاندې سروی نه ده شوې.

د مرستيال کمشنر په وېنا تازه سروی په سرا روغه، شکتويي، مکين او لدها کې ترسره کيږي.

خو د سيمې خلک شکايت کوي چې یو خو د حکومت لخوا د سروی دپاره جوړې کړی شوې 11 ډلې (ټيمونه) کمې دي او بل دا چې دا سروی په داسې وخت کې کيږي چې خلک کورونه نه لري او يخ موسم شو ځکه خلک د دغو علاقو نه کډې وکړي نو سروی به څنګه پوره وشي.

د مسيد جرګې وياند حيات پرېغال وايي، په جنوبي وزيرستان کې د راه نجات پوځي عملياتو 11 کاله وشو، پکار ده چې دا سروی ډېره مخکې شوی وی او اوس هم په داسې وخت کې کيږي چې خلک د علاقې نه کډې کوي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل دوی غوښتنه کوي چې د سروی ډلې زياتې کړی شي او بل دا چې حکومت وايي چې په 110 کليو کې سروی کوي خو دوی وايي په 138 کليو کې سروی نه ده شوې.

په جنوبي وزيرستان کې په کال 2009م کې پوځ د تندلارو وسله والو پرضد د راه نجات په نوم پوځي عمليات کړي چې له امله يې 72 زره کورنۍ د علاقې نه کډه شوې وې.

او بيا چې دا کډوال بيرته ستنېدل نو يو لک 50زره کورنۍ ليکل شوې وې.

په قبايلي ضلعو کې د افتونو په وخت د انتظام ادارې اېف ډي اېم ای ترمخه له دې وړاندې چې څومره سروی شوي په هغو کې د 90 زره ورانو شوؤ کورونو ويل شوي چې پکې د 47 ورانو کورونو تاييد شوی او 33زرو ته پکې مالي معاوضې هم ورکړی شوي دي.

ځايي خلک دا نيوکې هم کوي چې کومه سروی شوې په هغې کې هم خلکوته پوره معاوضې نه دي ورکړی شوي.

په جنوبي وزیرستان کې د ورانو کورونو د سروی، د معاوضې او پاتې علاقو د سروی کولو دپاره د روان کال په جنورۍ کې د [يو مسيد] په نوم احتجاجي ناسته روانه شوې کومه چې په ټانک کې د جنوبي وزيرستان د پوليټکل کمپاؤنډ مخې ته مستقل روانه ده.

د پاکستان حکومت په پوځي عملیاتو يا بدامنۍ کې بشپړ ورانو شوؤ کورونو ته څلور لکه روپۍ او نيمو ورانو کورونو ته يو لک 60 زره روپۍ معاوضه ورکوي.