شاته

دپاکستان حکومت وایي نواز شریف به تر جنورۍ پاکستان ته راوستل شوی اؤ زندان ته اچول شوی وي

په پاکستان کې دحکومت اؤ مخالفو ډلو ترمنځ تاؤ تریخوالی ورځ تر بلې په سیوا کیدو دی اؤ حکومت وایي لندن ته دعلاج په بهانه دتللي پخواني وزیراعظم بېرته د راوستلو دپاره یې دبرتانیې حکومت سره تماس نیولی اؤ دجنورۍ تر ۱۵مې به هغه دلته په زندان کې پروت وي.

دحکومت دستر مخالف ګوند مسلم لیګ(نواز) مشر اؤ پخواني وزیراعظم نواز شریف ته پاکستان کې دغبن په مقدمو کې احتساب عدالت د اووه کلن بند سزا اورولې ده خو هغه دامهال دعلاج په غرض لندن کې میشت دی اؤ دتحریک انصاف حکومت په پینځم اکتوبر په دریم ځل دبرتانیې حکومت ته خواست کړی ؤ چې نوازشریف باید پاکستان ته وسپاري.

دجمعې په ورځ یو مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزیر شبلي فراز ویلي دپاکستان حکومت پرله پسې د برتانیې سره په تماس کې دی ترڅو هغوئ نواز شریف پاکستان ته وسپاري.

هغه ویلي حکومت په دې لړ کې دسفارتي لارو څخه استفاده کوي اؤ هیله ده چې تر ۱۵مې جنورۍ به نوازشریف پاکستان کې وي اؤ زندان ته به اچول شوی وي.

خو په عین حال کې دمسلم لیګ نواز ګوند یوې مشرې اؤ د میا نواز شریف لور مریم نواز ویلي چې حکومت به داپوزیشن ګوندونو لخوا دپیل شوي تحریک په نتیجه کې د جنورۍ نه وړاندې ړنګ شوی وي.

لاهور کې میډیا سره خبرو کې مریم نواز ویلي عمران خان فقط یوه مهره ده اؤ دهغوئ هدف عمران خان کله هم نه دی.

د پاکستان ډیموکریټک موومنټ په نوم دحکومت مخالفو ۱۱ؤ ګوندونو په دې وروستیو کې دحکومت په ضد احتجاجي تحریک پیل کړی اؤ دپنجاب په ګجرانواله اؤ دسندهـ په کراچۍ ښارونو کې یې دوه لویې جلسې کړي دي.

دګجرانواله جلسې ته په ویډیو لنګ خپله وینا کې پخواني وزیراعظم نوازشریف دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر باجوه اؤ د استخباراتي ادارې ایي ایس ایي مشر جنرال فیض سیاست کې په لاسوهنه تورن کړي وؤ اؤ ویلي یې وؤ دهغه د اقتدار په ختمولو اؤ دعمران خان واک ته په رسولو کې پوځ ککړ دی.

خو دعمران خان حکومت اؤ پوځ تل د اپوزیشن ګوندونو داسې رقم تورونه رد کړي اؤ وایي پوځ په سیاست کې لاسوهنه نه کو