شاته

نیمروز:دطالبانو برید کې د ملي اردو ۲۰سرتیري وژل شوي

د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ ولسوال جلیل وطن دوست رسنیو ته ویلي چې طالبانو دا برید تیره شپه خاشرود کې د ملي اردو په یو مرکز کړی چې د۲۰عسکرو وژنه پکې تاید شوې ده.

چارواکي وایي دافغانستان سویلي نیمروز ولایت کې طالبانو پخپل یو وسله وال برید کې دملي اردو ۲۰سرتیري وژلي اؤ شپږ یې تښتولي دي .

د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ ولسوال جلیل وطن دوست رسنیو ته ویلي چې طالبانو دا برید تیره شپه خاشرود کې د ملي اردو په یو مرکز کړی چې د۲۰عسکرو وژنه پکې تاید شوې ده.

هغه دعوه کړې چې دطالبانو برید کې د وژل شوؤ عسکرو مړي لا د جګړې په میدان کې پراته دي اؤ دملي اردو مرکز د طالبانو لاس ته پریوتی دی.

دافغانستان ددفاع وزارت اؤ طالبانو لا ددې برید په اړوند څه نه دي ویلي خو په ټولنیزو رسنیو بیا دملي اردو د عسکرو ځینې داسې عکسونه خپاره شوي چې ورته لیکل شوي دا عسکر دطالبانو لخوا د خاشرود ولسوالۍ په جګړه کې برامته کړل شوي دي.

ولسوال وطن دوست هم وایي شپږ عسکر طالبانو ژوندي نیولي چې درې پکې په ټپي حالت کې وؤ.

افغانستان کې په امنیتي سرتیرو طالبانو دخپلو بریدونو لړۍ یو ځل بیا په داسې حال کې پراخه کړې چې په قطر کې دتیرې میاشتې راهسې طالبان اؤ دفغان دولت مرکچي پلاوی د سولې خپل منځني خبرو ته ناست دي خو ویل کیږي لا هم دواړه خواوې دخبرو په ایجنډه نه دې صلاح شوي.

دپنجشنبې په ورځ دافغانستان ددفاع وزارت پخپل بیان کې ویلي وؤ طالبانو په یو شوارزو کې په تخار،هلمند،ازرګان،کندوز ،بغلان،لغمان ،پکتیا ،پکتیکا،غزني ،لوګر،میدان وردګ، فاریاب ،سرپل اؤ بدخشان ولایتونو کې بریدونه کړي اؤ ګڼ بېګناه خلک یې وژلي دي.

خو طالب ویاند پخپل یو تازه بیان کې ویلي هغوئ دجګړو کچه نه ده لوړه کړې بلکې یوازې دتعرضي بریدونو ځواب ورکوي.