شاته

د ولسي جرګې د رئیس په مشرۍ دافغانستان پارلیماني پلاوی اسلام اباد ته رسیدلی

دافغانستان د پارلیمان یو ۱۷کسیز پلاوی د ولسي جرګې د رئیس میر رحمان رحماني په مشرۍ دجمعې په ورځ دپاکستان په شپږ ورځني سفر پلازمینې اسلام اباد ته رسیدلی اؤ دغلته ورته تود هرکلی ویل شوی دی.

دپاکستان دقامي اسمبلۍ اسپیکر ښاغلي اسد قیصر اؤ نورو پاکستاني چارواکو د اسلام اباد په هوایي ډګر افغان هئیت ته هرکلی ویلی اؤ په دې مهال د اسلام اباد زیاتره مهمو سړکونو اؤ ودانیو باندې دافغانستان اؤ پاکستان د دوستۍ په اړوند بېنرونه راځوړول شوي وؤ.

اسلام اباد ته له رسیدو وروسته افغان پارلیماني پلاوي دپاکستان دقامي اسمبلۍ داسپیکر ښاغلي اسد قیصر سره لیدنه کړې اؤ په یو شمیر مهمو چارو یې ورسره خبرې کړي دي.

دقامي اسمبلۍ داسپیکر ددفتر دیو بیان له مخې دلیدنې په مهال اسپیکر اسد قیصر ویلي دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ پیاوړې اړکې د دواړو هیوادونو اؤ سیمې دامن اؤ خوشحالۍ دپاره اړینې دي.

هغه ویلي پاکستان افغانستان سره خپلو تاریخي،دوستانه اؤ د ورورګلوۍ اړېکو ته خورا ارزښت ورکوي اؤ دداسې سفرونو له امله به دا اړېکې نورې هم پیاوړې شي.

ښاغلي اسد قیصر زیاته کړه پاکستان افغانستان کې دامن د ټینګښت دپاره دسولې د روانو خبرو اترو بشپړ ملاتړ کوي اؤ په دغو خبرو کې دخپله انده هر رقم اسانۍ ورکوي.

وروسته افغان پلاوي دپاکستان دپارلیمان څخه لیدنه هم لیدنه وکړه اؤ دغلته یې دپارلیمان په چمن کې دیادګار په توګه یو بوټی هم نال کړو.

دپاکستان دقامي اسمبلۍ اسپیکر اسد قیصر پخپله ټوئټر پاڼه لیکلي “افغان پارلیماني پلاوي د خپل ورور هیواد پاکستان دپاره دنیکو هېلو څرګندونه کړې ده”

ښاغلي اسد قیصر هېله ښودلې چې پاکستان ته دافغانستان دپارلیماني پلاوي راتګ به پاکستان اؤ افغانستان په اړېکو پیاوړي کولو اؤ سیمه کې د امن اؤ ثبات راوستلو په لړ کې یو مهم پرمختګ ثابت شي

د افغانستان دولسي جرګې د دارالانشاء رییس عبدالقادر ځاځی رسنیو ته ویلي چې د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني به اسلام اباد ته خپل سفر کې د پاکستان د صدر عارف علوي او وزیراعظم عمران خان په ګډون له نورو چارواکو سره لیدني وکړي اؤ د اړونده خوښۍ په موضوعاتو به ورسره وغږیږي.

افغانستان دپاره دپاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په ټوئتر لیکلي په دي پلاوي کې د افغانستان دپارلماني کمیټو پینځه رئیسان ، د پارلمان ګڼ غړي ، منشي او د ولسي جرګې چارواکي شامل وي.