شاته

د روهنګیا کډوالو سره د ۶۰۰ میلیون ډالرو مرستو ژمنه 

په بنګله دېش، هند، مالیزیا او اندونیزیا کې د شاوخوا ۱۵۰زره روهنګیايي مسلمان کډوالو سره د بشري مرستو ټولولو لپاره نړیوال کنفرانس وشو.

د مرستو ټولولو دا نړیوال کنفرانس په انلان بڼه وشو او د مرسته کوونکو هېوادونو استازو په کې د ویدیو له لارې د ۶۰۰ میلیون ډالرو مرستو ژمنه وکړه.

د مرسته کوونکو هېوادونو په سر کې امریکا وه. د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سټیفن بیګن له روهینګیايي کډوالو سره د خپل هېواد مرسته اعلان کړه.

هغه وویل: «د امریکا متحده ایالتونه په ۲۰۲۰ کې د روهنګیا کډوالو سره د بشري مرستو لپاره ۲۰۰ میلیون ډالر اضافي مرسته کوي.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وایي دا مهال له روهنګیا څخه شاوخوا ۱۵۰زره کسان تښتېدلي چې ۸۶زره یې په بنګله دېش کې د کډوالو په کمپونو کې اوسیږي.

د بنګله دېش د بهرنیو چارو وزیر شهریار علم وویل چې حکومت یې د کډوالو دا دروند پېټی نور نشی وړلی. هغه وویل چې باید دا کډوال ژر تر ژره خپل هېواد ته ستانه شي.

امریکایي چارواکي او ملګري ملتونه د میانمار پوځ تورنوي چې له روهنګیايي مسلمانانو سره تبعیض او توپیري چلند کوي‌ او د دغه تعصب له کبله هغوی خپل کورونه، کلي او بانډې پرېښي او نورو هیوادونو ته تښتېدلي دي.

ملګري ملتونه وايي د میانمار په راکین کې شاوخوا ۶۰۰زره روهنیګايي مسلمانان له دا ډول چلند سره مخامخ دي.

د میانمار حکومت د روهنګیا مسلمانان د هغه هېواد اصلي اوسېدونکي نه ګڼي او نه هم تابعیت ورته ورکوي. د پوځ په عملیاتو کې د روهنګیایي مسلمانانو ډېر کورونه وسوځول شول او ګڼ نور یې ووژل شول او ژوبل شول.

ملګري ملتونه وايي اوس په میانمار کې د دوی د بېرته ستنېدو لپاره شرایط برابر نه دي. ملګري ملتونه د میانمار پوځ عملیات نسل وژنه ګڼي، خو د میانمار پوځ دا تور ردوي.