شاته

ټرمپ او بایډن په وروستۍ مناظرې کې څه وویل؟

د امریکا د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ ټاکنو کې د جهوري غوښتونکو د ګوند کاندید، ډونالډ ټرمپ او د دموکرات ګوند نوماند جو بایډن نن د اکتوبر په ۲۲ نیټه (لړم ۱) د ولسمشرۍ د کاندیدانو ترمنځ‌ وروستۍ مناظرې کې برخه واخیستله.

دغه مناظره چې د امریکا د تینیسي ایالت په نشویل ښار کې تر سره شوه، کوربنه یې د ان بي سي شبکې خبریاله کریستین ولکر وه.

ددغې مناظرې فضا د تیرې مناظرې په پرتله ښه وه او د دواړو کاندیدانو ترمنځ کمه لفظي شخړه رامنځ ته شوه.

په دغې مناظرې کې د ۹۰ دقیقو لپاره دواړو کاندیدانو د امریکا د کورني سیاست شپږو مهمو موضوعاتو په اړه سوالونه ځواب کړل او هر نوماند د ځواب ورکولو لپاره دوه دقیقې وخت ورکړل شوی و.

کروناویروس:

په دغه بحث کې لومړی سوال د کرونا ویروس په اړه و چې پکې د ولسمشر ټرمپ کارګردګي د سختې پوښتنې لاندې راوستل شوه او پرې تند انتقاد وشو.

جوبایډن په امریکا کې د کرونا له کبله د مړینې لوړو شمیرو ته په اشارې سره وویل:‌ هغه کس چې د ۲۲۰ زره امریکایانو د وژل کیدو مسؤول دی، باید د امریکا ولسمشر نه اوسي.

خو ولسمشر ترمپ د کرونا سره د مبارزې په برخه کې له خپلو هڅو دفاع وکړه اویې ویل چې د ګڼو هیوادونو مشرانو ورته د کرونا مخنیوي کې بریالتوب لپاره مبارکي ویلې ده. هغه زیاته کړه چې د کروناواکسین چمتو شوی او په راتلونکو څو اونیو کې به توزیع شي.

ښاغلي بایډن وویل چې ولسشمر ټرمپ د جنوری په میاشت کې د کرونا په اړه خبر شوی و خو دغه خبره یې له امریکایانو پټه ساتلې وه او خلک یې په وخت خبر نکړل.

کروناویروس تر دې دمه په امریکا کې ۸ میلیون او ۴۰۵ زره کسان په کرونا اخته شوي او له ډلې یې ۲۲۳ زره بیا مړه شوي دي.

په امریکا کې ټاکنې:

په امریکا کې د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ ټاکنو په درشل کې د امریکا د استخباراتو ادارې د روسیې او ایران لخوا د امریکا د ځینو ایالتونو په شبکو باندې د لاسوهنې راپورنه ورکړي دي چې ښایي د نومبر د میاشتې ټاکنې یې موخه اوسي.

جوبایډن د امریکا په انتخاباتو کې د بهرنیو هیوادونو مداخلې په اړه وویل چې هر هیواد چې د امریکا په انتخاباتو کې مداخله وکړي، لویه بیه به پرې کوي

ښاغلي بایډن همداراز په ولسشمر ټرمپ تور پورې کړ چې د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې سربیره یې د روسیې له پلوه طالبانو ته د امریکایي سرتیرو د وژل کیدو پر سر د انعام ورکولو په اړه د ولادیمیر پوتین څخه هیڅ ډول پوښتنه نه ده کړې.

بهرنی سیاست:

خو ولسمشر ټرمپ وویل چې هیڅ څوک د روسیې په معاملې کې د ټرمپ هومره جدي نه دي او په بایډن یې تور پورې کړ چې کورنۍ یې له روسیې څخه ۳.۵ میلیون ډالر تر لاسه کړي دي.

چین سره د امریکا د اړیکو په اړه جوبایډن وویل چې ولسمشر ټرمپ له چین سره هغسې چې لازم و چلند نه دی کړی. په ځواب کې یې ټرمپ وویل چې هغه ولسشمر اوباما او مرستیال یې بایډن و چې له چین سره یې د نرمۍ څخه کار واخیست.

همداراز ښاغلي ټرمپ وویل چې د ټاکنو ګټلو څخه وروسته اوباما ورته په لومړي ځل لیدلو کې ویلي و چې امریکا ته تر ټولو ستر خطر شمالي کوریا ده. ټرمپ زیاته کړه چې ډیر خوښ‌دی چې د دواړو هیوادو ترمنځ جګړه نه ده رامنځته شوې. هغه په خبرو کې د شمالي کوریا له مشر سره د خپلو ښو اړیکو یادونه هم وکړه.

د ټرمپ د دغې خبرې په ځواب کې بایډن د شمالي کوریا له مشر سره د ټرمپ ملاقات باندې سخت انتقاد وکړ او ویې ویل چې ولسمشر ټرمپ په دغه کار سره شمالي کوریا ته مشروعیت بخښلی.

د اقلیم بدلون، په امریکا کې نژادي تبعیض، غیرقانوني مهاجرین او د امریکا اقتصاد هغه نور موضوعات چې په دغه مناظرې کې د بحث لپاره ورته ځای ورکړل شوی و.

ټاکل شوې چې په امریکا کې د ولسمشرۍ ټاکنې سږکال د نومبر د میاشتې په ۳مه نیټه تر سره شي چې تر دې دمه شاوخوا ۴۷ میلیون امریکایانو د پوستې له لارې او یا هم د وخت نه مخکېد رایې ورکولو د برنامې نه په ګټه اخیستلو د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړې ده.‌