شاته

پمپیو د ازربایجان او ارمېنیا د بهرنیو چارو له وزیرانو سره ګوري

واشنګتڼ - د ازربایجان او ارمېنیا د بهرنیو چارو وزیران د جمعې په ورځ په واشنګټن کې په جلا جلا توګه د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره ګوري.‌

دا په داسې حال کې چې د ټرمپ اداره هم له هغو نړیوالو هڅو سره یوځای شوه چې پخوا یې مشري د روسیې لخوا کېدله تر څو د ناګورنو کرباغ پرسر راپورته شوې جګړه سړه کړای شي.‌

ددغې جګړې د پیل یعنې د تېرې سپټمبر راهیسې په سلګونو جنګیالي او ملکي وګړي وژل شوي دي.

امریکا په دواړو هېوادونو غږ کړی چې جګړه ودروي او د ناګورنو کراباغ په اړه د مذاکراتو میز ته سره کښیني.

یاده سیمه په نړیواله توګه د ازربایجان د سیمې په نامه پېژندل شوې خو د نژادي ارمېنیایانو لخوا اداره کېږي.

پمپیو ددې اونۍ په سر کې ویلي وو، "ددغې شخړې حل باید د مذاکراتو او سولیزو بحثونو له لیارې وشي نه د وسلوالو شخړو له لیارې."

د جمعې د ورځې ملاقاتونه د امریکا ډپلوماټیکه ښکېلتیا ښيي چې په نړیوالو ډپلوماټیکو مسلو کې تر څو یو دوامداره اوربند وشي.

په ورته وخت کې په واشنګټن کې د خبرو په درشل کې ازري او ارمینیايي ځواکونو په خپلو کې جګړو ته زور ورکړی.‌

د غرونو ترمنځ پرتې دغه سیمه کې د ۱۹۹۰ یمې لسیزې رادیخوا دومره درنې جګړې نه وې شوې هغه مهال چې له اوربند مخکې کابو ۳۰۰۰۰ کسان ووژل شول.

هغه مهال اوربند د ماسکو په منځګړیتوب او د امریکا او د فرانسې په ملاتړ رامنځ ته شوی وو.‌