شاته

صبرۍ اندړ:معلولیت ناتواني نه بلکه محدوديت دی

صبرۍ اندړ ته په کوچنيوالي کې د گوزن ضد واکسين ټولې دورې پوره نه دی تطبيق شوي هغه اوس معلوله ده او اشنا راډيو سره يی په مرکه کې خپله کيسه کړې.

پيغلې اندړوويل :د ښوونځي په اوم ټولگي کې وه چې له پښو ولويده ، په ډيره سختۍ يي د کورنۍ په مرسته او ډاډ ويلچير بايسکل کې ښوونځي ته تلله وروسته بيا د سياسی علومو د پوهنځي د قضا څارنوالۍ له څانگې فارغه شوه اوس د ماسترۍ پروگرام لولي.

صبرئ اندړ دا مهال د لوړو زده کړو په وزارت کې حقوقي سلاکاره ده

صبرئ اندړ دا مهال د لوړو زده کړو په وزارت کې حقوقي سلاکاره ده

هغه وايي د معلوليت سره يي تل د کمۍ احساس کاوه خود کورنۍ مرستې ورته دا تشه ډکه کړی .صبرۍ اوس له کورنيو غواړي چې خپل ماشومان د فلج ضد واکسین کړي.

د آغلې اندړ وايي معلوليت محروميت نه بلکه محدوديت دی او بايد ورسره مبارزه وشي.

دا ځوانه اوس مهال د لوړو زده کړو په وزارت کې د حقوقي سلاکاره او د افغانستان د ځوانانو د پارلمان غړې ده .

صبرۍ اندړ سره د نوشابې اشنا بشپړه مرکه دلته اوريدلائ شئ ،هغه په پيل کې د خپل معلوليت په لامل غږيدلې: