د ۲۰۱۶د نوبل د ادبیاتو جایزه "باب ډیلان" ته ورکړل شوه
د ۲۰۱۶ میلادي کال کې د نوبل د ادبیاتو جایزه امریکايي سندرلیکونکې باب ډیلان ته ورکړل شوه.
سویډنۍ اکاډمۍ د پنجشنبې په ورځ د نوموړې نوم اعلان کړ او په دې توګه یې د سږکال د نوبل د جایزو لړۍ بشپړه کړه.
ډیلان پنځه اویا کلن دی او د موسیقۍ او شاعرۍ سره یې له ۱۹۵۹میلادي کال راهیسې تړاو پاللی دی.