شاته

د یمن د جگړې ښکېلو اړخونو د قیدیانو په تبادلې موافقه وکړه

د یمن حکومت او د انصار الله حوثي ډلې استازو په دې موافقه کړې ده چې په فوري توګه د یو زر و یو اتیا (۱۰۸۱) په شمېر کې جنګي اسیران او بندیان سره تبادله کړي. دواړو اړخونو د سویټزرلېنډ په ګلیون ښار کې د ملګرو ملتونو په منځګریتوب لس ورځې مذاکره وکړه او د مذاکرې په نتیجه کې یې د اتوار/یکشنبې په ورځ دا لوظنامه لاسلیک کړه.

که څه هم د یمن حکومت او حوثي یاغیانو په کال ۲۰۱۸ کې په سټاکهولم کې هم د شاوخوا پنځلس زرو (۱۵۰۰۰) قیدیانو د تبادلې یو تړون لاسلیک کړی و، خو د دا اوسنی تړون چې په سویټزرلېنډ کې شوی دی، که عملي شي نو د یمن د جګړې ښکېلو اړخونو ترمنځ به د تر ټولو زیات شمېر قیدیانو خوشې کېدل وي.

د یمن لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي مارټین ګرفیټز د دواړو اړخونو نه وغوښتل چې په فوري ډول دې د قیدیانو د تبادلې کار پیل کړي او هڅه دې وکړي چې د لا زیاتو اسیرانو د تبادلې او خوشې کېدو په خاطر لاره هواره شي.

هغه د یمن د حکومت او د حوثي ډلې استازو ته وویل، "د دي قیدیانو خوشي کيدل به څه باندې زرو (۱۰۰۰) کورنیو ته چې د خپلو عزیزانو سره یوځای کیږي، بیحده سکون او خوشحالي ورکړي، او دا به ستاسو د ګامونو او فیصلو نتیجه وي. د دې ترڅنګ، دا کار به ګڼ شمېر نورو کورنیو ته چې د خپلو عزیزانو او ملګرو خلاصون ته په تمه دي، ډاډ او هیله هم وبخښي."

تر اوسه پورې د یمن د جګړې ښکېلو خواوو یوازې یو څو سوه قیدیان خوشې کړي دي. تېر کال په یو اړخیز ډول، حوثیانو ۲۹۰ بندیان، او سعودي عرب ۱۲۸ بندیان آزاد کړل.

له خپلو کورونو بیځایه شوي یمني کډوال له سختو حالاتو سره مخ دي
له خپلو کورونو بیځایه شوي یمني کډوال له سختو حالاتو سره مخ دي

ملګري ملتونه وایي چې یمن کې د نړۍ تر ټولو ستر بشري ناورین روان دی.

د یمن په جګړه کې د یوې خوا نه حوثي یاغیان دي چې د ایران مرسته ورسره ده، سرښار صنعا او د یمن زیاتره شمالي سیمې یې په اختیار کې دي. بل اړخ ته د یمن هغه حکومت دی چې په نړېواله کچه پېژندل کیږي او په پلوۍ یې د سعودي عرب په مشري یو ائتلاف جنګیږي چې د امریکا ملاتړ هم ورسره دی.

له هغه وخت راهیسي چې په کال ۲۰۱۵ کې سعودي عرب د یمن د حکومت په پلوۍ جګړې کې شامل شو، د ملګرو ملتونو د رپوټ ترمخه له لس زرو (۱۰۰۰۰) نه زیات عام خلک په یمن کې وژل شوي او زخمیان شوي دي چې اکثره یې د هوایي بریدونو له امله و. همدا شان ملګري ملتونه وایي چې تر اوسه پنځه اتیا زره (۸۵۰۰۰) کسان په یمن کې د امراضو او یا د لوږې او غریبۍ له امله مړه شوي دي. ملګري ملتونه زیاتوي چې د دې نه علاوه، څه باندې درې نیم میلینه کسان هلته له خپلو کورونو بیځایه شوي او څلورویشت (۲۴) میلینه نور وګړي نړېوالو مرستو ته اړتیا لري.